افغانستان

دفاع وزارت: د ملي اردو ۳ عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لیندۍ ۲مه ۱۳۹۳ل): دفاع وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۳ عسکر وژل شوي دي.

یاد وزارت په دې اړه چې دغه عسکر چېرې وژل شوي څه نه دي ویلي.

طالبانو په دې وروستیو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی او ورځ تر بلې پر بهرنیو ځواکونو او کورنیو عسکرو بریدونه کوي.

طالبان وايي چې د امنیتي تړون تر لاسلیک وروسته دوی «قهریدلي» او له همدې امله یې په خپلو بریدونو کې بې ساری تیزوالی راوستی دی.

امنیتي چارواکي وايي چې هره ورځ په اوسط ډول د طالبانو په بریدونو کې ۴ عسکر وژل کیږي.

دوی زیاتوي چې زیات عسکر په بمي چاودنو کې او یو شمېر يې د طالبانو سره په مخامخ جګړو کې وژل کیږي.

د یادونې وړ ده چې طالبانو پرون د نورستان ولایت په کامدیش ولسوالۍ کې پر ګڼو پوستو بریدونه کړي و او ښايي دغه عسکر هم هلته وژل شوي وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x