افغانستان

د انجیل امنیه قومندان ټپي او ننګرهار کې د قول اردو ډګرمن وژل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لیندۍ ۲مه ۱۳۹۳ل): د هېواد په لویدیځ هرات ولایت کې د انجیل ولسوالۍ پر امنیه قومندان چاودنه شوې چې په ترڅ کې یې نوموړی له ۳ نورو عسکرو سره ټپي شوی دی.

د هرات ولایت امنیتي چارواکي وايي چې د انجیل ولسوالۍ امنیه قومندان غلام رسول بېګا د شپې پر ۱۱ بجې د ګزمې پر مهال د پښتون پول سره پرې ماین وچاودید.

هرات ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند سمونوال عبدالرووف احمدي ویلي چې څېړنې ښايي چې دغه ماین له لرې ځایه کنټرولیدونکی و او ماین ايښودونکي له سیمې څخه تښتیدلي چې پولیسو يې لټون پیل کړی.

د پېښې مسوولیت تر دې دمه چا پر غاړه نه دی اخېستی.

بل پلو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې نن سهار /لیندۍ ۲مه/ د ننګرهار ولایت قول اردو دننه یې یو ډګروال په تاکتیکي چاودنې وژلې او فلډر موټر یې ویجاړ کړی دی.

مجاهد په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

دولتي چارواکو هم تر دې مهاله په دې اړه څرګندونې نه دي کړي.

غزني کې ۳ اربکیان وژل شوي

د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې بېګا شپه ناوخته د طالبانو په یوه برید کې لږ تر لږه ۳ اربکیان وژل شوي او یو بل ټپي شوې دی.

د اندړو ولسوالۍ ولسوال محمد قسیم دیسیوال ویلي چې تېر شپه ناوخته طالبانو د اندړو ولسوالۍ پر یوې پوستې برید وکړ چې په ترڅ کې ۳ سیمه ییز پولیس ووژل شول.

نوموړي ویلي چې ټپي شوي پولیس یې روغتون ته انتقال کړي دي.

طالبانو تر دې مهاله ددغه برید په اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
aman

سلامونه اونیکی هیلی تولودوستانوته همیشه خوشحاله او وسیگی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x