غني د امنیتي تړون د تصویبیدو هرکلی وکړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لیندۍ ۲مه ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت ولسمشر محمد اشرف غني د ولسي جرګې لخوا د امنیتي تړون تصویب هرکلی کړی او له مشرانو جرګې یې غوښتنه کړې چې د امریکا او ناټو سره د ګډ حکومت امنیتي تړون تصویب کړي.

د امنیتي تړون له مخې به امریکا او ناټو د افغانستان په مهمو ستراتيژیکو نقطو کې خپلې پوځي اډې جوړې کړي، د امریکا ټول وسایل به نه ثبتیږي او نه هم څارل کیږي همدا رانکه د امریکا د حکومت اړوند ټولې الوتکې او لېږدونکي وسلې له هر ډول څارنې، تلاشۍ، ثبت او ماليې له ورکړې معاف دي.

سربېره پر دې امریکايي پوځیانو ته قضايي مصونیت ورکړل شوې چې له مخې يې که امریکايي پوځيان په افغانستان کې هر ډول جرم وکړي، په افغانستان کې به نه محاکمه کیږي.

اشرف غني د امریکا او ناټو سره د تړون لاسلیک او بیا د ولسي جرګې لخوا تصویبیدل د «ملي حاکمیت د ټينګښت» لپاره «ښه اقدام» بولي.

اشرف غني ویلي چې د امنیتي تړون له مخې به « افغانستان امنیتي ځواکونه د خپل هېواد د ټولو امنیتي چارو بشپړکنټرول په خپل لاس کې ولري او همدا راز دغه ځواکونه به لا پیاوړي او سمبال شي.»

د امریکا سره امنیتي تړون او له ناټو سره د سوفا تړون نن په یوې فوق العاده ناسته کې ولسي جرګې په خپل لومړي کاري ساعت کې تصویب کړل.

ولسي جرګې وکولای شوای چې په یوه ساعت کې د سوفا تړون او هم د امنیتي تړون یوه مقدمه او شپږ ویشت مادې ټولې تر نظر تېرې کړي او ډېری يې د تایید رایه هم ورکړي.

د ولسي جرګې په دې فوق العاده ناسته کې ۱۵۷ تنه وکیلانو ګډون کړی و، چې پنځو تنو يې له امنیتي تړون سره مخالفت وښود او دريو نورو خپلې رايې سپینې وکارولې. پاتې ټولو د دې تړون تایید وکړ.

ولسي جرګې تر دې وړاندې په عادي مسئلو په میاشتو ـ میاشتو بحثونه کړي او پایلې ته نه دي رسیدلي، خو د افغانانو لپاره په يوې حیاتي مسئلې باندې يې دومره لنډ بحث او تر بحث وروسته تصویب کولو ګڼې پوښتنې را ولاړې کړې دي.

د ولسي جرګې غړي او د امنیتي تړون مخالف عبدالستار خواصي وویل چې دامریکا سفارت د همدې تړون د تصویب لپاره وکیلانو ته ځانګړې مېلمستیاوې کړې دي او په خبره يې ځينو يې ډېرې پیسې هم پرې تر لاسه کړې دي.

ولسي جرګه دغه تړون په داسې وخت کې تصویبوي چې د امریکا جمهور رییس باراک اوباما یو داسې پټ فرمان صادر کړی چې له مخې به یې په افغانستان کې امریکايي ځواکونه وکولای شي په ۲۰۱۵م کال کې هم د طالبانو او القاعده پر ضد په نظامي عملیاتو کې برخه واخلي.

همدا راز اشرف غني او حنیف اتمر د امریکا څخه غوښتي چې شپني عملیات او بمبارۍ زیاتې کړي.

د یادونې وړ ده چې اشرف غني د ولسمشرۍ د لوړې پر سبا له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړ. د امنیتي تړون د لاسلیکېدو وروسته د طالبانو په بریدونو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د