هرات: د بهرنیانو په ډزو نهه تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې
نن ټکی آسیا: د هرات ولايت د کشک کهنه په ولسوالۍ کې د بهرنيو قواوو لخوا د ويشتل شوي هاوان مرمۍد لګيدو له امله درې (3) تنه ملکي وګړي مړه او شپږ (6) نور ټپيان شول.
د هرات څخه ځایی چارواکو ویلي چي پرون مازیګر د پنځو بجو په شاوخوا طالبان د بهرني ځواکونو پر ګزمه باندی وسله وال برید وکړ،
چی له امله یی بهرنیانو پر نيژدې کورو باندي د هاوان ګولی وغورځولې چې له کبله یې ۳ تنه ملکي وګړي مړه او ۶ نور ټپيان شوه.
د طالبانو ویاند ویلي چي د بهرنیانو پو توپونو او هاوانونو ۸ تنه ملکي وګړي مړه او ۶ نور ټپيان شوي دي.
د ایساف مطبوعاتي دفتر ویلي چي دوی هم داسي راپورونه لري چي د ډزو په تبادله کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله رسیدلې ده، او دا چي اوس دوي په اړه خپل تحقیقات کوي.
نن ټکی آسیا: د هرات ولايت د کشک کهنه په ولسوالۍ کې د بهرنيو قواوو لخوا د ويشتل شوي هاوان مرمۍد لګيدو له امله درې (3) تنه ملکي وګړي مړه او شپږ (6) نور ټپيان شول.
د هرات څخه ځایی چارواکو ویلي چي پرون مازیګر د پنځو بجو په شاوخوا طالبان د بهرني ځواکونو پر ګزمه باندی وسله وال برید وکړ، چی له امله یی بهرنیانو پر نيژدې کورو باندي د هاوان ګولی وغورځولې چې له کبله یې ۳ تنه ملکي وګړي مړه او ۶ نور ټپيان شوه.