نړۍ

د ترکيې او امريکا تر منځ خبرې اترې ناکامې شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لیندۍ ۲مه ۱۳۹۳ل): د امريکا مرستيال ولسمشر جوبايډن ترکيې ته په رسمي سفر تللی، تر څو ترکي چارواکو سره د اسلامي دولت او سوريې په اړه خبرې اترې وکړې، مګر دغه خبرې له هر ډول نتيجې پرته پای ته ورسيدې.

رجب طيب اردوګان، چې د ترکيې د ولسمشر ټاکل شوی، جوبايډن لومړی لوړپوړی امريکايي چارواکی دی، چې ترکيې ته سفر کوي.

دواړو چارواکو د استنبول عمثاني ماڼۍ کې له څلور ساعته اوږې ناستې وروسته دغه غونډه بې پايلې پای ته ورسوله او د تېرې اوږدې مودې راهيسې د دواړو هېوادونو په ترينګلو اړيکو کې کوم مثتب بدلون نه ليدل کيږي.

جوبايډن په خپلو رسمي خبرو کې وويل، چې هېواد يې ترکيې سره د ښو اړيکو تاريخ لري او دغو اړيکو ته به دوام ورکوي.

بايډن زياته کړه« د سوريې په اړه مو پر ګڼو موضوعاتو خبرې اترې وکړې او هڅه کوو، چې دغې ستونزې ته يو دايمي حل راوباسو.»

تېره مياشت جوبايډن پر ترکي ولسمشر رجب طيب اردوګان نيوکه کړې وه، چې اردوګان د بشارالاسد مخالفو جهادي ډلو ملاتړ کوي او له همدې امله اسلامي دولت او نورې جهادي ډلې رامنځته شوې.

هغه مهال ښاغلی اردوګان د بايډن د خبرو په غبرګون کې ويلي و: «امريکا سره زموږ اړيکې د تېرې زمانې شوې او له دې وروسته به ورسره دوستانه اړيکې ونه لرو.»

واشنګټن له دې امله له ترکيې ګيله من دی، چې سوريې او عراق کې د اسلامي دولت پر ضد پيل شوې جګړه کې برخه نه اخلي.

بل پلو ترکيه له امريکا او نړيوالې ټولنې په دې ګيله‌منه ده، چې ترکيې ۱،۶ ميليونو سوريايي مهاجرينو ته پناه ورکړې او دوی يې دغه قرباني نه مني.

همدارنګه ترکيه له امريکا په دې هم خواشينې ده، چې د اسلامي دولت پر ضد جنګيدونکو کردي جنګياليو ته وسلې او مرستې ورکوي.

اردوګان وايي، چې کردان هم تروريستان دي او امريکا چې د تروريستانو ملاتړ کوي، دا يوه ستره کمزوري او تېروتنه ده.

ترکيه تر اوسه هم امريکايي ايتلاف ته اجازه نه ورکوي، چې د دغه هېواد سويل کې«انجرليک» هوايي اډې څخه پر اسلامي دولت بمبارۍ وکړي او امريکا اوس هم پر اسلامي دولت ټولې بمبارۍ له منځني ختيځه کوي.

ترکيه وايي، چې د اسلامي دولت پر ضد هڅې او بمبارۍ به تر هغو ګټه ونه لري، چې تر څو د بشارالاسد رژيم نه وي نسکور شوی او تر هغو به د امريکا په مشرۍ نړيوال ايتلاف کې برخه وانه خلي تر څو چې امريکا د بشارالاسد نظام ړنګ نه کړي او د سوريې او ترکيې تر منځ د جنګي الوتکو ځانګړې سيمه نه وي معلومه شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x