افغانستان

فاریاب: دولتي زورواکانو یوه ديني مدرسه وتړله

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۲مه، ۱۳۹۲ل): وروسته له هغه چې د ګډ حکومت د ملي امنیت سلاکار دیني مدرسې د «تروریزم ځالې» وبللې او له هېواده د باندې يې د سیمې په سطحه د دیني مدرسو د بندښت غږ وکړ، نن په فاریاب ولایت کې دولتي زورواکانو یوه دینه مدرسه وتړله.

دغه دیني مدرسه چې تر دریو سوو ډېرو طالبانو پکې درسونه ویل، نن د استادانو او طالبانو پر مخ وتړل شوه.

د فاریاب سیمه ییز چارواکي وايي چې دغه مدرسه د سیمې خلکو بنده کړې اوپه خبره يې په دې مدرسه کې د جنګیالیو طالبانو د غښتلي کېدو په موخه د جلب او جذب لپاره کار کېده.

د سیمې خلک بیا وايي چې په سیمه کې د دولت څو تنو قومندانانو د مدرسې استادانو ته اخطار ورکړی او طالبان يې له درسونو په لاره کې ګرځولي دي.

د حاجي عبدالرووف په نامه یو تن نن ټکی اسیا ته د تلیفون په کرښه وویل چې دغه مدرسه لسګونه کاله دلته فعاله وه او دوی ترې هیڅ کله هم هغه ډول چې دولت ادعا کوې کومې نښې نه دي ليدلې.

یاده دې وي د دیني مدرسو په وړاندې وروسته له هغه د منفي تبلیغ هڅه غښتلې شوه، چې نوی حکومت واک ته ورسید او دسیمې په سطحه يې مدرسې د «تروریزم ځالې» یادې کړې.

د سیمې خلک وايي چې دوی له دولته د دې مدرسې خلاصون غواړي، کنه شوني ده چې په مقابل کې يې طالبان د ښوونځي تړلو هڅه وکړي، چې زیان به يې ولسي وګړو ته رسېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x