افغانستان

دکابل کندهار لویه لاره دموټرو پرمخ بنده شوی ده

road_jammes_in_ghazni (نن ټکی اسیا اپریل ۲۰۱۱/۲۲) افغانستان: دکابل اوکندهار لویه لاره دموټرو پر مخ بنده شوی ده، دافغانستان دجنوبي ولایت غزني څخه خبر رارسیدلي دي، وایی نن شپږمه ورځ ده چي دیو پل دنړیدو له کبله دکندهار اوکابل لویه لاره بنده ده دغزني ولایت دامنیت مسئول ګیلاني خبري رسنیو ته ویلي دي چی دپل دنړیدو له کبله په زرهاوو موټري دپل دواړو لورو ته بندي ولاړي دي، که څه هم دوړو موټرو لپاره دپل وڅنګ ته بله کوچني لاره جوړه شوی ده،

خو لوي موټر تراوسه پوري نشي کولای چه له پله څخه تیرشي، نوموړی دپل دنړیدو وجه هغه موټړي وښودي چي دټرانسپورټ ریاست دباروړلو له قانو څخه سرغړوني کوي، اوپه خپلو موټرو کي له ۶۰ ټنه څخه زیات مال باره وي، له سیمي څخه یو کس چي خپل نوم یی سمیع الله ښووی زیاته کړه دلویو موټرو دتګ لپاره تراوسه هيڅ کارنده شوی، یواځي دوړو موټرو لپاره یوه نري لاره جوړه شوی ده، دیو لاري موټر چلونکو زیاته کړه له ۴۰۰۰ څخه زیاتي موټري دپل ودواړو غاړو ته بندي پاتي دي، او په سیمه کي موټر چلونکو له سختو ستوڼځو سره مخ دي، اول خو څه پیداکیږي نه، بیا چي پیدا شي بیی یی له اسمانه سره خبري کوي، هرشي دخپلي عادي بیی په پرتله لس واره ګران پلورل کیږي.

په غزني ولایت کي دلویو لارو دجوړولو  اداري مسئول زیاته کړه له مونږ سره دومره وسائل نشته چي نوي پل جوړ کړو، البته دزاړه پله دترمیم کارمو پیل کړی دي.

بخت الرحمن بخت …………………نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x