نړۍ

اخوانی مشر «د سوله ييزې مبارزې پر ځای جهاد او وسله وال پاڅون غوره کړئ»

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لیندۍ ۲مه ۱۳۹۳ل): د اخوان المسلمين يو لوړپوړي مشر سلامة عبد القوي په یوه تلویزوني مرکه کې فتوا ورکړې، چې دوی نور د اخوان المسلمین ځوانانو او پيغلو ته اجازه ورکوي، چې په هره ممکنه وسیله د ځان څخه دفاع وکړي، او هر څوک چې د دوی سره ناروا سلوک کوي، دوی دې هم هغوی سره ورته سلوک وکړي.

علامة سلامة وايي: «د اخوان المسلمین د مشرانو له خوا یوه نیم کلنې سوله ييزې مبارزې او چیغو ګټه ونه کړه، او داسي ښکاری چې هيڅکله به ګټه ونه کړي، اوس شرعي فتوا دا ده چې نور دې په پخوانیو خبرو عمل نه کوي، نور دې د خپل ځان د دفاع په خاطر جهاد او وسله وال پاڅون پيل کړي.»

نوموړی په دغه تلویزوني پروګرام کې وايي چې دی فتوا ورکوي، چې د مصري پوځ پر خلاف باید جهاد وشي، او هر هغه څوک چې دا پرې ثابته شي، چې د یوې مسلمانې خور یا مسلمان ورور په عزت او نفس يې لاس اچولی، او پر هغه يې ظلم کړی، هغه باید په نښه شي او له منځه یو وړل سي.
علامه عبدالقوي وايي، چې د مصري واکمن عبد الفتاح السیسي عسکر نوموړي سره د هغه په ټولو جرمونو کې شریک دي، او زیاته کړې، «سيسي دومره بې غيرته دی، چې په خپله ميدان ته نه شي راتلی، چې په خپل لاس پر مسلمانانو ظلم و تېری وکړي، هغه د خپلو ظابطانو او عسکرو پر مټ ظلمونه کوي، او د وېرې او بې باورۍ له امله خپلو پلويانو ته په عام محضر کې وينا هم نه شي کولای.»
علامه سلامة عبدالقوي په دغه تلويزوني خپرونه کې هغه قرآني آیاتونه لولي، چې پر نبي صلی الله علیه وسلم د قتال او وسله وال پاڅون په اړه د لومړي ځل لپاره نازل شوي او په کې مسلمانانو ته اجازه شوې، چې د کفارو پر خلاف جهاد وکړي. الله تعالی فرمايي: « أذن للذين يقاتلون بأنهم ظلموا وإن الله على نصرهم لقدير » الحج سورت ۳۹ ايت.

تېرکال د جولايي په مياشت کې د مصري پوځ سرلښکر فيلډ مارشال عبدالفتاح السيسي پر ټاکل شوي ولسمشر دکتور محمد مرسي پوځي کودتا وکړه او د ولمسشر په ګډون د اخوان المسلمين اوله، دوهمه او درېيمه درجه مشران يې بنديان کړل او د پوځي کودتا مخالف زرګونو ولسي مصريان يې مړه او ټپيان کړل او زرګونو نور يې په زندانونو کې واچول.
اخوان المسلمين او نورو مصريانو د قانوني او ولسي حکومت په ملاتړ او پوځي کودتا پر ضد سوله ييز لاريونونه او مظاهرې پيل کړې او له تېر يونيم کال راهيسې د اخوان المسلمين دغه لړۍ روانه ده.
علامه عبدالقوي وايي، چې سوله ييزې مظاهرې او لاريونونه هيڅ ګټه نه لري او اخوانيان بايد د اسلامي دولت په څېر جهاد او وسله وال پاڅون پيل کړي.

د یادوني وړ ده، چې اخوان المسلمین ګوند په مصر، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو کې منحل اعلان شوی، او د نوموړي ګوند ټول اتباع تروریستان نومول شوي، په هر ډول فعاليتونو يې بنديز لګيدلی او د مشرانو په ګډون یې د ټولو اتباعو د نیولو امر شوی او د ګڼ شمېر مشرانو په ګډون یې په سلګونو پلويان په اعدام محکوم شوي دي.
نوموړی شیخ په خپله تلويزوني فتوا کې د مصر په سیناء ولايت کې د اسلامي دولت د جنګیالیو عملیاتو ته په اشاره وايي: «لږ شمېر مجاهدین کولای شي چې زیات شمېر مجهزو پوځونه ته ماتې ورکړې.»
د اسلامي دولت جنګیالي چې د دې تر مخه یې د «انصاربيت المقدس» په نوم سیناء ولايت کې غزې سرحد ته څېرمه د مصر او اسرايیلو پر ضد عملیات کول، په دې وروستیو کې يې اسلامي دولت سره بیعت اعلان کړی، او د مصري پوځیانو پر خلاف یې خپل عملیات او غلچکي بريدونه ګړندي کړي دي.

په یوه تازه ویډیو کې چې د اسلامي دولت له خوا نشر شوې، یو شمېر وسلوال پر یو پوځي مرکز برید کوي، او هلته په لسګونو مصري عسکر وژني، او د هغوی وسلې غنیمت کوي.
مصري اخواني شیخ ویلي چې د مصر ټول ځوانان که داسي لاس په کار شي، نو ډېر ژر به خپل سلب شوي حقونه تر لاسه کړي او مصري پوځ ته به شرموونکې ماتې ورکړي.

مرکه کونکی خبریال چې کله وپوښتي«په دې سره خو به مصر کې فساد خپور شي، وژنې او جرمونه به زیات شي او هېواد کې به کورنۍ جګړه پيل شي، نو تاسي څرنګه داسې یوه فتوا ورکوئ؟»

اخوانی شیخ وايي چې اوس هم ولسي ټولوژنه روانه ده، اوس هم هر مصری د خپل دیني تمایلاتو له کبله وژل کیږي او بندي خانې ته اچول کیږي، او ښځي یې بی عزته کیږي، په داسي وخت کې مسلمانانو ته اجازه ده چې د ځان د دفاع په خاطر جهاد او وسله وال پاڅون پيل کړي.

https://www.youtube.com/watch?v=OvkkyfJAgmI

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عمرعامر

والله ! لاعزة الا بالجهاد

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x