افغانستان

طالبان: په ننګرهار او خوست کی مو ۱۵ بهرني عسکر مړه او ګڼ شمیر ټپیان کړي

bullets_hangs_offنن ټکی اسیا: د طالبانو ویاند نن د دوو جلا جلا پيښو په اړه وویل چي په ترڅ کې ۱۵ بهرني عسکر وژل شوي، او زیات شمير ټپيان شوي دي.

مجاهد وویل چي نن سهار د ننګرهار ولایت دشیرزاد د ولسوالۍ د هاشم خیل په سیمه کې د یوې چاودني له امله د بهرنیانو یوه عراده موټر له منځه ولاړ، چې له امله یې لږ تر لږه ۲ بهرني عسکر وژل شوي، او ۲ نور ټپيان شوي.

د سیمي څخه یو تن عیني شاهد هم د چاودني پخلی کړی، مګر د مرګ ژوبلي په اړه یی معلومات نه لرل..

د بلي خوا د ایساف مطبوعاتي دفتر هم منلې چې په موټر یې ماین چاودلی، او موټر یې زیانمن کړی، مګر د مرګ ژوبلي په اړه یي څه نه دي ویلي.

په یوې بلي پيښي په اړه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې طالبانو تيره ورځ طالبانو دخوست ولايت دنادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند د (شمباوټ) په سيمه کې د بهرنيو قواوو پر يوه کاروان د درې لوريو څخه بريد وکړ چې په ترڅ کې يې ديارلس (13) تنه بهرني عسکر مړه او يو شمير نور ټپيان شول.

دا پيښه هم ایساف منلې او ویلي یې دي، چې یوه عراده موټر یي زیانمن شوی، او د مرګ ژوبلي په اړه یې یو وار بیا څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x