افغانستان

پکتیکا: چاودنې ۵۰ کسان وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لیندۍ ۲مه ۱۳۹۳ل): د پکتیکا ولایت د یحیی خیلو ولسوالۍ د غیبي خیلو په کلي کې یوې خونړۍ چاودنې لسګونه کسان وژلي.

د تفصیلاتو سره سم نن د لیندۍ پر ۲مه مازدیګر مهال د یحیی خیلو ولسوالۍ د والیبال په لوبغالي کې کې چاودنه وشوله. لومړني معلومات ښيي چې د چاودنې له کبله  ۵۰ کسان وژل شوي او تر ۶۰ زیات نور ټپيان دي.

د پيښي اکثره قربانیان ورزشکاران او د لوبې سیلانیان دي.

راپورونه وايي چې په دغه میدان کې نن د ولسوالیو په کچه د والیبال د لوبو پایلوبه ترسره کېدله او د مازدیګر په وروستیو شیبو کې کله چې لمر په لویدو وو، چاودنه وشوه.

د پکتیکا ولایت د والي ویاند ویلي چې د مړو کره شمېر د بشپړ تحقیقاتو او څیړنو وروسته به څرګند شي، دوی د پيښي ځای ته امنیتي چارواکي لیږلي، او هلته د ځان ژغورنې تر څنګ د پيښي په تړاو ابتدایي تحقیقات پيل شوي دي.

تر دې وړاندې د چنګاښ پر ۲۴مه د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې یوې چاودنې ۹۰ کسان ووژل او لسګونه نور يې ټپیان کړل.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
9 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Malim

یا رب العلمین او د ستر قهر قدرت او جال او جمال قادره نور مو هیواد او هیوادوال له دی وحشی ځناور په امن کړی یا الله ج یو ښه اسلامی او ملی اتحاد او اتفاق مو په برخه کړی د متضررو کورنۍ ته صبر جمیل او بی شمیره د زیاتو ښو او نیکیو عوض ورکړی واضحه خبره ده چه دا د هغو بی ضمیره بی وجدانه هیواد پلورونکو هیواد دشمنه وحشی صفته ډلی کار دی چه نژدی دوه لسیژی یی مونژ په غم ویر او توره تیاره کشی اچولی یو چه د ډلی واضح شناخت او فورمول په داسی… نور لوستل »

یاقوت

زه په دی باور لرم چی دا کار د نظار شوری له خوا شوی دی

gul

وخ وخ وخ …….. الله

Malim

یاقوت جانه سل په سلو کښی د باور غلط دی

مردار مرګی چه کوی د هغوی ادرس معلوم دی

دا یو مردار مرګی برید وه چه د موټر سایکل په وسیله تر سره شو

او علاوه له دی نه تر ۹۰ په سلو کشی زیات شواهد تر لاسه شوی

چه د واڼه حرامیان او د میرانشاه کوڅه ډب سپی پکشی شکیل دی

یاقوت

هر هغه چا چی دا کار کړی په هغوي دی الله د دی نه بدتر حال راوړي

ابن شهيد ين

ياالله دهغه جا به كور دغسي ويني وبهيوي لكه زما به كور يي جي نن بيا وبهيولي.. هر جاته معلومات دي جي ددي حملو ادرس له كوم زاي نه تنظيم شوي …خو كدوي هر سومره انكار وكري صحي ده به دنيا كي به زان بت كري خو د الله جلا وعلي نه زان نشي بته ولي ..كدايشي ديته هم فدايي ووايي ..الله اكبر الله اكبر..رسول الله صلي الله عليه وسلم واي جي ديوي بشي به وجه به هغه شزه جهنم ته لاره جي نه يي سه ور كول او نه يي هم بهر بريشوده جي سه وخوري…نو ديو مسلمان به… نور لوستل »

ډاکتر احمدی

دا کار یو وحشی او پلانگذاران ددی کار هم وحشیان دی چی تر ابدالابده په دوزخ سوزیگی

رښتینی افغان

وی خدایه نور مو لدی حرامیانو امریکایانو او ددوی مزدورانو څخه خلاص کړه کله راته یو مداری راولی کله راته مفعول مطلق عیساوی اشپز غبی ملعون راولی چی بیا همداسی کارونه راته پری کوی دا خرڅ شوی افغانی بچیان چی نن د امریکی لپاره کار کوی او ښایسته ښایسته نومونه یی پری ایښی دی: ملی اردو ملی پولیس یا داسی نور هغوی چی د مور خور او حتی د خپل ځان په خرڅلاو لګیا دی، ایا داسی کارونه به ونشی کړای؟ په لوی پروردګار می دی قسم وی چی همدا نن ورته ۱۰۰۰ دالره ورکړی یو ځل خو به ورته… نور لوستل »

Khalid

نن تکی اسا هم د پنجاب مزدوره پاڼه ده هلته خه ګوری چی ### شوی او تاسی وایی چی چاودنه ده زان مرګی ولی ورسره نه یادوی ستاسی ####

Back to top button
9
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x