افغانستان

طالبان: «امریکا او ناټو به رانه د ارام ساه وانخلي»

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لیندۍ ۲مه ۱۳۹۳ل): طالبانو د اوباما د وروستي پټ فرمان په غبرګون کې ویلي چې امریکا او ناټو به ورڅخه په افغانستان کې د ارام ساه وانخلي.

پرون د لیندۍ پر لومړۍ نېټه نیویارک ټایمز راپور ورکړ چې د امریکا جمهور رییس بارک اوباما داسې پټ فرمان صادر کړی چې له مخې به یې په افغانستان کې امریکايي ځواکونه وکولای شي په ۲۰۱۵م کال کې هم د طالبانو او القاعده پر ضد په نظامي عملیاتو کې برخه واخلي.

له دې مخکې اوباما ویلي و چې نور به یې په افغانستان کې جګړه ییز ماموریت پای ته ورسېږي او ځواکونه به یې یوازې د افغان ملي ځواکونو په تجهیز او روزنه کې برخه واخلي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا نن ټکی اسیا ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي چې طالبانو پوره ۱۳ کاله د امریکا پر وړاندې په «مېړانه او متانت» سره جنګیدلي او له دې وروسته هم ددې توان لري چې « اشغال په وړاندې خپل جهاد ته دوام ورکړي، امریکايانوته تلفات واړوي، امریکايي مراکز، سیاسي او نظامي تأسیسات، د مرور او عبور قطارونه، د نظامي انقال وسائل او الوتکې تر ګوزار او برید لاندې ونیسي او د دوي د اعلان په وړاندې خپل بریدونه لا پراخ او زیات کړي.»

مجاهد له قوله دوی له پخوا په دې پوه ول چې امریکایان افغانستان په ارام نه پریږدي او د خپلو شومو او اوږدمهاله استعماري ګټو لپاره افغانستان استعمالوي.

مجاهد دې ته په اشارې چې امریکا د زور له ژبې پرته په نور څه نه پوهیږي ویلي چې «د دې ملت د مټ او تورې زور نه وي نو په مختلفو بهانو سره به دلته خپل ناروا شتون لا هم وغځوي.»

نوموړي ویلي چې د امریکا لخوا د ګډ حکومت سره وعدې، د ملکي خلکو په وړاندې د عملیاتو نه کولو ډاډ، د ملکي تلفاتو مخنیوي ژمنې تش د ملت د تېرباسلو لپاره دي.

مجاهد د کابل اداره «لاسپوڅې او غلامه بللې» او په وینا يې دوی هيڅ ضمیر، جرئت او وړتیا نه لري چې امریکایان له خپلو موخو واړوي.

طالبانو پر افغانانو غږ کړی چې د امریکا پر وړاندې د دوی تر شا ودریږي او حمایت يې وکړي.

«موږ په خپل ځوريدلي ولس غږ کوو! څرنګه چې امریکایان زموږ میړانه لاهم تلي او غواړي چې د دې ملت غرور لاهم وآزمويي، نو دخپل ایماني او وجداني مکلفيت له مخې بايد د خپل هيواد ژغورونکو او دين ساتونکو مجاهدینو وروڼو ترشا دريدلي پاتي شي، لايي هم حمایت وکړي، خپلې حوصلې لوړې وساتي، استقامت او صبر خپل کړي او دښمن ته په ډاګه کړي چې دا ملت د ایل کیدو او تسخير کیدو جوګه نه ده.»

طالبانو ویاند همدا راز پر امریکايي ملت هم غږ کړی چې د خپل حکومت ناکامه «جنګي او ظالمانه سیاست» درک کړي او خپل ټیکسونه د څو تنو سیاسینو لپاره قربان نه کړي.

«امریکايي ملت هم بايد درک کړي چې د افغانستان په اړه د دوی د حکومت جنګي او ظالمانه سیاست به لکه د تير په څير بیا هم ناکامه وي، امریکا به لا له غبرګونونو، تنفر او بد نامۍ سره مخ کوي، دامریکايي عسکرو وژل او تلفات به دوام کوي، د دوی دټيکس پيسې به نور هم د څو تنو سیاسیونو او رشوت خورو حیف او ميل وي، د دوي د هيواد لپاره به تر اوس ډير بد عواقب له ځان سره ولري.»

مجاهد ټينګار کړی چې دوی هيڅ له امریکا ویره نه لري او مسلمان په توګه پر خپل خالق او رب توکل لري او دوی به «د الله جل جلاله په نصرت سره حتما اشغالګر په زور سره له خپله هيواده شړي.»

طالبانو په دې وروستیو کې په ځانګړي ډول په کابل کې پر بهرنیو ځواکونو مرګوني بریدونه وکړل، مجاهد دغو بریدونه ته په اشارې سره وايي چې امریکایان به ترې د ارام ساه وانخلي.

«په وروستيوکې د اشغالګرو او دهغو دغلامانو په وړاندې زموږ د فدايي او نورو سرښندونکو مجاهدينو بریدونو روښانه کړه چې امریکايان به په هيڅ ځای او غار کې په افغانستان کې د آرام ساه وانخلي، موږ هوډمن يو، ترڅومو چې هيواد په کامله توګه داشغال څخه خلاص کړی نه وي او د اسلامي نظام استحکام ته زمینه نه وي مساعده شوي، خپلې روامبارزې او جهاد ته به دوام ورکوو او په دې لاره کې د دښمن هيڅ اقدام هم نشی کولای موږ له خپل تصميم څخه راوګرځوي.»

د یادونې وړ ده چې پرون د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یو لوړپوړي افغان چارواکي په حواله خبر ورکړی و چې اشرف غني او حنیف اتمر له امریکا غوښتي چې په افغانستان کې د پخوا په پرتله بمبار او شپني عملیات زیات کړي.

دغه چارواکي همدا راز زیاته کړې چې د حامد کرزي د حکومت په وخت کې په امریکایانو باندي لګول شوي ټول بندیزونه له منځه وړل شوي او امریکایانو ته په خلاص مټ اجازه ورکړل شوې چې «څه غواړي هغه وکړي».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Malim

لاندی مو لویه توره ده ، همداسی د جهالت جه آآآت به کوی؟ د تفصیلاتو سره سم نن د لیندۍ پر ۲مه مازدیګر مهال د یحیی خیلو ولسوالۍ د والیبال په لوبغالي کې کې چاودنه وشوله. لومړني معلومات ښيي چې د چاودنې له کبله نېږدې ۵۰ کسان وژل شوي او تر ۵۰ زیات نور ټپيان دي. د پيښي اکثره قربانیان ورزشکاران او د لوبې سیلانیان دي. راپورونه وايي چې په دغه میدان کې نن د ولسوالیو په کچه د والیبال د لوبو پایلوبه ترسره کېدله او د مازدیګر په وروستیو شیبو کې کله چې لمر په لویدو وو، چاودنه وشوه.… نور لوستل »

شاهد

ددغو مظلومو مسلمانانو قاتلان خپله اشغالګر او غلامان یی دی. دمجاهدینو هدف ټولی دنیاته څرګند ده چی یوازی هغه څوک وژنی چی له اسلام سره په جګړه کی دی
دا د مجاهدینو کار نه ده. دا دمجاهدینو په خلاف دسیسه ده تر څو مجاهدین دولس په مینځ کی بدنام کړی. تاسو ته بهتره معلومه ده چی امریکایان او ګوډاګیان یی کوشش کوی ترڅو د درواغجنوتبلیغاتو له لاری جنګ وګټی.

Malim

شاهد موجاید صیب متاسفانه تلیفونه – او ټول بشپړ شواهد موجود دی چه دغه کار د ټالیبانو کار دی هو موافق یم یو مسلمان مجاهد قطعا دورمه ذلیل وحشی کار نکوی خو ټالیبان بیا همداسی کارونه په پوره افتخار کوی فرق صرف دومره ده چه بعضی وخت مسولیت پر غاړه اخلی او بعضی وخت د ستر رهبر او پیښوا پاکستان په مشوره او د امریکا په دستور پړا پر غاړه نه اخلی خو دا یو څرګڼد حقیقت دی چه دا هم ددوی کار یدی هو پر دی هم قانع یم چه دا د کفارو دسایس دی چه له اسلامه خلک… نور لوستل »

abid

JAHEL=MALIMIA :
Ka sook de Malim pa num kas ta comment warkawe no mehrabani de wokre che de malim khitab de na warta kawe da yaw razil JAHIIL insande aw de JAHIL khitaab warta deer kha de.
Ö
Taso kho pa zarhawa ware fidayano ta hum de prado istikhbarato kartoona jor kare woo. Zamung de malomaato la makhe dwa saro ghulamaano la de makhe warta pa maidan ke bamaan ishe woo aw bechara wolas yee pre shahed kro. d

Malim

منم چه واقعا یو ښه عابد یی خو د الله ج نه بلکه د ابلس او مولا فضول رومان عابده پوهیژم چه ته هم په د پکتیکا په مردار مرګی برید کښی لاس لری ځکه خو دومره ستوخه در ته تمامه شوه. بد بختانه ستاسو د ښاغلی موجاید (راپور خورونکی ) او غاری ګورباچوف ایملیونه زما تر کنترول لاندی دی کله چه ستاسو جاهلانو دا وحشی مردار مرګی برید تر سره کړه او په عجله یی ستاسو ابلیسانو ته خبر ورکاوه نو اولین کس وم چه خبر می هک کړ او له میډیا سره می شریک کړ یو ځل فیسبوک… نور لوستل »

Malim

د ابلس عابد ته اوس څه وایی چه ستا ډیزلیانو د ۱۰۰ کورنیو د ویر افتخار پر غاړه واخیست پر دی دلیل چه ګواکی هلته څو ددوی په شان ددوی د کارونو معلول جاهلان خرکوسان (خربکیان ) موجود وه ځکه مو داسی کار وکړ او ۱۰۰ میندی مو بوری کړی ۱۰۰ خویندی مو خواری کړی او ۱۰۰ کورونه مو په وینو ورنګول او په ډیره بی شرمی سره یی دا هم زیاته کړه چه زمونږ هدف په دی مردارمرګی حمله کښی یواځی دا څلور پنځه کسان وو او دا نور ملکی کسان په سهوه وژل شوی دی اخ افسوس ستاسو… نور لوستل »

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x