افغانستان

ننګرهار: په چاودنه کې ۸ تنو پولیسو ته مرګ ژوبله واوښتله

Afghanistan_Kwed_s640x481نن ټکی آسیا: نن د ننګرهار په مرکز جلال اباد کی یوې چاودني درې پولیس ووژل او ۵ یې نور ټپيان کړه.

د تفصیلاتو سره سم نن د ننګرهار امنیه قوماندان محمد معصوم وویل چي نن سهار په سیمه ایز وخت د اوو بجو په شا او خوا کې د جلال اباد د ښار د چپرهار د موټرو د زاړه تم ځای سره نژدې د پولیسو د سپرلۍ په ټونس ډوله موټر باندي چاودنه وشوله، چې له امله یې له لږ تر لږه ۳ پولیس مړه او ۴ نور ټپیان شوه.

د نومړي له وینا سره سم د پولیسو په موټر کي ماین له مخي نه ځای پر ځای شوی وو.. د قوماندان په وینا ملکي کسانو ته هم په پيښه کې مرګ ژوبله اوښتې، مګر په اړه یی معلومات نه دي ورکړي.

د جلال اباد د عامي روغتیا د روغتون یو تن ډاکټر ویلي چې د پولیسو درې مړي، ۵ ټپيان ور وړل شوي دي، او ۳ تنه ملکي وګړي دي چې په پيښه کی ټپيان شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x