ورزش

زیمبابووي بیا هم له سختې ماتې سره مخ شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لیندۍ ۲، ۱۳۹۳ل): نن د بنگله دیش او زیمبابووي تر منځ د یو ورځنیو سیالیو دوهمه لوبه تر سره شوه کوم کې چې زیمبابووي بیا هم له سختې ماتې سره مخ شو.

لوبې پچه د بنگله دیش لوبډل مشر وگټله او توپ وهنې پریکړه يي وکړه. بنگله دیش لومړۍ توپ وهنې په مرسته سیالې لوبډلې ته ۷ لوبغاړو له لاسه ورکولو سره د ۲۵۲ منډو هدف وټاکه چې دغه ټاکل شوی هدف کې د انعام الحق ۸۰ او تمیم اقبال ۷۶ منډې د یادولو وړ دي.

د زیمبابووي لپاره پنینگارا او کمیونگوزي دوه دوه ویکټې واخیستې.

زیمبابووي په ځوابي توپ وهنه کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۸۳ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يي په ۶۸ منډو د بنگله دیش په گټه وبایلله.

نننۍ لوبه کې مایر ۵۰، چیکومبرا ۳۸ او چکابوا ۳۲ منډې جوړې کړې.

د بنگله دیش توپ اچونکو کې عرفات سني ۴ او مرتضی ۳ ویکټې واخیستې کوم چې د زیمبابووي د ماتې اصلی لامل گڼل کیدی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x