افغانستان

دغورپه ولایت کي د دوو قومونو ترمنځ نښته روانه ده

ghor_province (نن ټکي اسیا اپریل ۲۰۱۱/۲۱) غورولایت: دغورولایت مرکز چغچران کی له تیري ورځي راپدي خوا د دوو قومونو تر منځ جګړه روانه ده، دغور امنیه قومندان سمونوال عبدالرشید رسنیو ته ویلي له تیري ورځي ۲ بجو راپدي خوا دزی مراد او اسلام قومونو ترمنځ نښته روانه ده، دواړه قومونه دچغچران په ۳۵کیلومټري کي ژوند کوی، نوموړي زیاته کړه ښکیلو خواوو یود بل په وړاندي له سپکو اودرندو وسلو څخه کاراخیستي دی چي تراوسه پوري دزیمراد دقوم د دوو کسانو دټپی کیدو خبرورکول شوی دي، دغور امنیه قومندان دنښتي د لامل په اړه ناخبري وښوده اوزیاته یی کړه چي سیمي ته موسپین ږري لیږلی دي ترڅو د دواړو خواوو ترمنځ منځګړتوب وکړي اوجګړه ختمه کړي.بشیر وویل دسپین ږرو دهڅو وپایلو ته منتظر یو کچیري جواب منفي وو سیمي ته به پولیس ولیږو له بله لوري سیمي ته نژدی یو کس عبدالغفار رسنیو ته ویلي چي ۲۵ ورځي مخکي داسلام دقوم دخلګو له لوري دزی مراد دقوم یو قومندان وژل شوی وو، کیداي شي داوسني نښتي وجه به هم دزی مراد دقوم دقومندان وژل وي.

بخت الرحمن بخت………….نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x