سویلي افریقا په وروستۍ لوبه کې هم خپل عزت ونشو ژغورلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لیندۍ ۲، ۱۳۹۳): نن د استرالیا او سویلي افریقا تر منځ د یو ورځنیو سیالیو وروستۍ لوبه وه چې دغه لوبه کې یو ځل بیا سویلي افریقا د استرالیا لوبډلې څخه ماتې وخوړه.

لوبې پچه سویلي افریقا لوبډل مشر وگټله او توپ وهنې پریکړه يي وکړه. سویلي افریقا په ټاکل شوي ۵۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو له لاسه ورکولو سره ۲۸۰ منډې جوړې کړې.

سویلي افریقا لپاره غوره توپ وهنه ډی کاک ۱۰۷، بهارډین ۶۳ او روسوو ۵۱ منډو جوړولو سره وکړه.

د استرالیا لوبډلې ته غوره توپ اچونه کمینس وکړه چې د سیالې لوبډلې ۳ لوبغاړي يي وسوځول.

استرالیايي لوبډلې لوبې پیل څخه وروسته د باران په اساس ټاکل شوی هدف ۲۷۴ او اورنه ۴۸ ته راټیټه شوه. استرالیا ۸ لوبغاړو له لاسه ورکولو وروسته دغه لوبه وگټله.

استرالیايي لوبډلې لپاره واټسن ۸۲، فینچ ۷۶ او سمیت ۶۷ منډې جوړې کړې کوم چې دغه بریا لاسته راوړلو کې مهمه ونډه درلوده.

د سویلي افریقا لپاره پیټرسن ۴ ویکټې واخیستې.

دغه لوبې گټلو سره استرالیايي لوبډله د پنځه یو ورځنیو سیالیو لړۍ د ۴-۱ توپیر سره وگټله.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د