
بيا غريبه پکتيکا په وينو سره شوه
لیکوال: مشفق حریت مل
بيا عاجل خبر له ځان سره غم راوړ
بيا د ګران وطن بلا ميندې شوې بورې
بيا غريبه پکتيکا په وينو سره شوه
کوم ظالم وحشي ناترسه ظلم کړی
اخ دا څومره د غمونو سلسلې دي
زما په قام د ظالم خښې سرې پنجې دي
د هوس او د خندا خبرې خپې
دويرونو او ژړا انګازې ډېرې
بيا په کلي نه په کليو کې کې غوغا ده
بيا ظالم ته د مظلوم له خولې ښېرا ده
بيا مې خدای ظالم او ظلم ښه ليدلی
خو ضرور به څه حکمت وي د قهار خدای
زما ربه زما هيله زما سوال دی
چې زما د ځوريدلي کړيدلي
دغمجن د رنځيدلي ربړيدلي
ټول بې رحمه ظالمان داسې هلاک کړه
چې نړۍ يې شي انجام ته هکه پکه
لويه خدایه بس يو تاته مو زارۍ دي
کنه نوره ده له موږ نه لاره ورکه
الله رحم الله رحم
الله رحم الله رحم
مشفق حریتمل
د شپې دوولس بجې دي تراوسه مې د ماخستن لمونځ نه دی کړی حیران یم څه وکړم
علی صیب د هر واقعی مسلمان او افغان دا حال دی
خو افسوس چه وحشیان به ښه خوشحاله وی چه دادی لویه توره می وکړه
تف لعنت
مونږدغه چاودنه په کلکه غندو او هغه ظالیمان دی الله تباه کړی او ددغه شهیدانوته دی الله جنت فردوس ورکړی او دشهیدانو کورنی ته دی الله دزړه صبر ورکړی