افغانستان

فراه: نامعلومو تښتوونکو د ایران 13 یرغمل کړه شوي اتباع خوشي کړه

u3_Farah_province-bigنن ټکی آسیا: هغه 13 ایراني اتباغ چې څو ورځي تر مخه د نامعلومو وسلوالو له خوا تښتول شوي وه، نن خوشي شول.

د فاره ولایت څخه خبر ورکړل شوی، چې په هرات ولایت کې د ایران قونصل نن فراه ولایت ته تللی وو، او د تښتوونکو سره یې مخامخ خبري کړي.. او توانیدلی چې دغه کسان را خلاص کړي، مګر تر اوسه دا نه ده معلومه شوې چې قونصل څرنګه وتوانیدی چې دغه کسان را خلاص کړي.

له بلي خوا د فراه ولایت د پشت کوه ولسوالۍ امنیه قوماندان سید محمد روشندل ویلي چې دغه کسان د قومي مشرانو او مخورو په هلو ځلو او منځګړیتوب را خلاص شوي دي.. او دا چي دغه کسان بې له کومه قیده او شرطه خلاص شوي دي.

که څه هم د فراه امنیتي چارواکو ویلي چې دغه کسان د طالبانو له خوا تښتول شوي وه مګر تر اوسه طالبانو په دغه اړه هیڅ هم نه وه ویلي، او نه یې ددې پيښي مسولیت اخیستی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x