افغانستان

د پکتیکا د یحیی خیلو پيښه د ټولو اړخونو له خوا وغندل شول

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لیندۍ ۲مه ۱۳۹۳ل):  تیره ورځ مازیګر د پکتیکا ولایت د یحیی خیلو ولسوالۍ د غیبي خیلو په کلي کې د والي بال په میدان کې د لوبي پر مهال چاودنه وشول، چې له کبله یې تر پنځوس زیات کسان مړه او شپیته نور ټپیان شول.
د یادي پيښي وروسته په ولسي کچه د غبرګون تر څنګ د افغانستان د ګډ حکومت ولسمشر، اجرائیه رئیس، د ولسمشر مرستیالان، د پکتیکا والي او د نورو دولتي و غیر دولتي چارواکو تر څنګ طالبانو هم دغه پيښه په کلکو ټکو وغندل، او دایې د مظلوم ملت قتل عام وباله.

د ګډ حکومت مشر اشرف غني وویل: «د بی ګناه ملکي وګړو دا ډول وحشیانه او بی رحمانه وژنه په هیڅ ډول توجیه کیداي نشي او دا غیر انساني او غیر اسلامي عمل د کرکې وړ دی».

نوموړي دا کار د افغانستان د دښمنانو کار وباله.

بل لوري ته د ګډ حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبد الله هم د پيښي غندنه کړې، او د پيښي قربانیانو د تسلیت تر څنګ یې ددې پيښي د عاملینو پيدا کولو او مجازات کولو غوښتنه کړې.

د پکتیکا ولایت ویاند مخلص افغان په دې اړه نن ټکی آسیا ته په را لیږل شوي خبرپاڼه کې لیکلي: « د پکتيکا سرپرست والي محب الله صميم دا وحشيانه عمل په کلکه غندلی او ددې عمل ترسره کوونکي يې د افغانانو او مسلمانانو ښکاره دوښمنان بللي دي، ښاغلي صميم د ولسمشر جلاالتماب ډاکترمحمد اشرف (( غني )) په لارښونه امنيتي ادارو ته د پېښې د هر اړخيزې څېړنې او مرستندويه ادارو ته قربانيانو لپاره د اړينو مرستو رسولو امر کړی دی».

نوموړي ویلي چې په چاودنه کې لږ تر لږه پنځوس تنه ملکيان مړه او تر شپيتو زیات ټپيان شوي دي.

او زیاته کړې چې د څلویښتو تنو روغتیايي حالت د انديښنې وړ وو، ځکه د چورلکو په واسطه کابل ته لیږدول شوي دي.

بل خوا د طالبانو د رسمي فیسبوک اکاونټ څخه په خپاره شوې بیان کې ویل شوي:

«یو ځل بیا د وخت طاغوتیانو د خپلو اجیرانو په مرسته وکولای شول چې د جهاد او مجاهدینو د بدنامۍ په خاطر یوه بله تاریخي زړه بوږنونکی پيښه ترسره کړي.
د پکتیکا ولسه!
په غم دې درګډ یو،د اسلامي امارت مجاهدین به ان شاءلله ډير ژر له مکار دښمن څخه ستاسو انتقام واخلي،خو خبردار! چې ددښمن په تشو تبلیغاتو تیر نه وځۍ، دښمن هڅه کوي چې ستاسو په وړاندې ستاسو دمجاهدو بچیانو نوم بدنام کړي».

باید وویل شي چې ددې پيښي د قربانیانو هویتونه لا تر اوسه نه دي څرګند، ځیني خبرونه داسي هم راغلي چې چاودنه د اربکیانو په منځ کې شوې، او زیاتره قربانیان یې اربکیان او د هغوی خپلوان دي.

د اشرف غني غبرګون:

 

د ډاکټر عبد الله غبرګون:

 

د طالبانو غبرګون:

 

انځورونه:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Malim

چند نقاط برای دکتر قتل وغارت گیری ابدلا ابدلا بسیار جای تاسف است که مثل تو فاسد دشمن ملت وکشور که اصل سبب فساد و قتل وغارت در افغانستان هستی به دیگران الزام را وارد می کنید تو کفن کش که شرم حیا نداری یک ملعون ابلیس هستی که اساس این همه بد بختی ها به دست شمایان معلونین است و علت اصل طالیان ومداخلات کشورهای خاریجی شما ملعونین هستید اگر شما واقعا مسلمان میبودید و نتیجه جهاد مقدس را طبق برنامه واشنگتن و ماسکو فساد خانه جنگی قتل دزدی پاتک سالار و ابرو ریزی نه میکردی طالیب بی چاره… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x