
کابل: په نهمه حوزه کې چاودنه وشوه
نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۳مه، ۱۳۹۳ذ): شېبه وړاندې د کابل ښار په نهمه حوزه کې چاودنه وشوه.
دغه چاودنه د نهمې حوزې اړوند په قابل بای سیمه کې د بهرنیانو به موټر باندي وشوه، چې څو ورځې وړاندې هم د زورور برید شاهده وه.
تر اوسه معلومه نه ده چې چاودنه څنګه شوې او څومره تلفات لري، خو د کابل پولیسو ویاند حشمت ستانکزی وایي، چي د کابل په چاودنه کې څلور تنه زخمي شوي دي، او نور تفصیل یی نه دی ورکړی.
له نن ټکی اسیا سره اوسئ.