افغانستان

په کراچي کی نا معلومو وسله والو درې کسه پښتانه وژلي

karachi-car6_543نن ټکی آسیا: په کراچي کې نن درې کسه ووژل شوه او یو بل ټپي شو.

د تفصیلاتو سره سم نن د کراچي ښار د الادین واټر پارک مخته د راشد منهاس پر سړک باندی په یوه موټر کې سپاره ۴ کسه د نامعلومو وسله والو له خوا په نښه شول، چې درې یې ځای پر ځای ووژل شوه، او یو کس یې د مرمی خوړلو له وجي سخت ټپي شو.

پولیسو ویلي چې دا څلور سره کسان پښتانه او دپيپلز تنظیم غړي وه، او د خیبر پښتونخوا سره یې تعلق درلودی، اوس یی په کراچي کی د سبزیو کار بار کوی، او د ګلشن اقبال د بلاک 10 په سیمه کی استوګن وه.

اوس اوس خبر راورسیدي چي وژل شوي کسان دري سره شعیه مذهبه وو، چي یویی  دمشهوره شعیه لارښود علامه حسن ترابي زوم اوبل یی لمسی وو، اودریم وژل شوی کس دنوموړو نژدي ملګری وو، دري واړه کسان سخت دریځه شعیه ګان ول چي دشعیه ګانو له یوه مذهبي ګوند سره یی نژدي اړیکي درلودي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x