په ولسي جرګه کې د پروان د خلکو استازی، عبدالستار خواصي

خواصي: د امنیتي تړون تایید د کفر د حاکمیت تایید دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۳مه، ۱۳۹۳ل): تېره ورځ د ولسي جرګې غړو په فوق العاده ناسته کې له امریکا سره امنیتي تړون په یوه ساعت کې د رایو په اکثریت تایید کړ.

په یاده ناسته کې د ۱۵۷ استازیو له ډلې دریو تنو خپلې رايې سپینې وکارولي او پنځو تنو نورو د تړون لاسلیک تایید نه کړ.
په ولسي جرګه کې د پروان د خلکو استازی عبدالستار خواصي هم له هغه پنځو تنو نه و، چې د تړون له تایید سره سخت مخالف و.

نوموړي په ولسي جرګه کې هم د تړون ضد غږ پورته کړ او له خپلو څلورو نورو ملګرو سره يې په یوه غږ دا د افغانستان د خرڅلاو قباله وبلله.

عبدالستار خواصي له پرونۍ ناندریزې ناستې وروسته رسنیو ته وویل چې د دې تړون تایید د کفر د حاکمیت د تایید په مانا دی، او د کفر د حاکمیت تایید کفر ګڼل کېږي.

نوموړي د المایدې د سورت څلورڅلوېښتم ایات د دلیل په توګه راوړ او ويې ویل چې د همدې ایات له مخې څوک چې د قرآن او سنتو پر ځای پر بل څه پرېکړه کوي هغه کافر ګڼل کېږي.

خواصي وویل چې په ناسته کې د پارلمان ډېری غړو د قرآن او سنتو پر ځای امریکا ته ترجیح ورکړه او تړون يې تایید کړ.

نوموړي وویل چې که اوس امریکایان سل تنه افغانان په یوه ورځ هم شهیدان کړي، نو زموږ محاکم ورته څه نشي ویلای.

ورته خبره د ولسي جرګې بل غړي محمد اکبري هم وکړه نوموړي وویل چې د دې تړون د لاسلیک تایید د وطن خرڅول دي.

د تړون مخالفینو ویل چې د تړون موافق وکیلان د امریکا په سفارت کې مېلمستاوو ته تللي او د دوی په خبره د تړون د تایید په بدل کې يې پیسې اخیستې دي.

یاده دې وي ولسي جرګې پرون له امریکا سره امنیتي تړون او له ناټو سره د سوفا تړون دواړه په یوه ساعت کې تصویب کړل.

د دې تړون له مخې به ۹۸۰۰ امریکايي عسکر او شاوخوا درې زره د ناټو غړو هېوادونو عسکر د افغان عسکرو د رزولو په موخه په پاتې کېږي او هیڅ ډول نظامي فعالیت به نه کوي.

خو د امریکا دمتحده ایالاتو د ولسمشر دنوي یو طرفه فرمان له مخې به امریکا په راتلونکي کال کې هم د نویو وسلو له استعمال سره لاهم پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د