نن په انځورونو کي

امريکا کې د واورې توپان د ژوند چارې په ټپه درولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لیندۍ ۲۳مه ۱۳۹۳ل): د امريکا ګڼو ايالتونو کې د توپاني واورو له امله د ژوند چارې په ټپه درېدلي دي او په تازه پېښو کې اووه تنه وژل شوي دي.

د نيويارک ايالت بفيلو ښار تر ټولو زيات اغېزمن شوی دی او د ښار ډېرو برخو کې اوس هم له پنځو فټو زياته واوره پرته ده.

د هوا پېژندې اداره وايي، چې کېدای شي، نن درې فوټه نوره واوره هم وشي.

د نيويارک والي وايي، چې اوسنۍ توپاني واورې بې ساري دي او خپل تاريخي ريکارډ يې مات کړی
د نيويارک والي وايي، چې اوسنۍ توپاني واورې بې ساري دي او خپل تاريخي ريکارډ يې مات کړی
چارواکي وایي، چې تېرو درې ورځو کې دومره واوره شوې، چې ګرد کال کې هم دومره نه کېده
چارواکي وایي، چې تېرو درې ورځو کې دومره واوره شوې، چې ګرد کال کې هم دومره نه کېده
د سختو توپاني واورو له کبله د نيويارک ډېری سړکونه د ترافيکو پر مخ تړلي دي
د سختو توپاني واورو له کبله د نيويارک ډېری سړکونه د ترافيکو پر مخ تړلي دي
چارواکي وايي، که دا واوره ويله شوه، نو د سختو سېلابونو وېره شته
چارواکي وايي، که دا واوره ويله شوه، نو د سختو سېلابونو وېره شته
د هوا پيژندې اداره وايي، چې ۱۹۷۶م کال راهيسې داسې واوره نه وه شوې
د هوا پيژندې اداره وايي، چې ۱۹۷۶م کال راهيسې داسې واوره نه وه شوې
د امريکا په ګڼو ايالتونو کې ګڼ شمېر خلک په خپلو کورونو کې بند پاتې دي
د امريکا په ګڼو ايالتونو کې ګڼ شمېر خلک په خپلو کورونو کې بند پاتې دي
په ګڼو ايالتونو د اورګاډي ليکې  هم د واورو له امله تړل شوي دي
په ګڼو ايالتونو د اورګاډي ليکې هم د واورو له امله تړل شوي دي
د هوا پيژندنې اداره وايي، چې نن شپه هم د درې فوټه واورو امکان شته
د هوا پيژندنې اداره وايي، چې نن شپه هم د درې فوټه واورو امکان شته

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Malim

الله ج امریکا انګلیستان پاکستان ایران اسرایل څلور واړه په داسی قهر او غضب اخته کړی

چه هر مسلمان او انسان یی نور د شر او فساد څخه په امن شی

او نړۍ د دوی له منافقت شیطانت دسیایسو او فرقه واریب بربریت وحشت څخه په امن شی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x