کابل ـ دویم تعقیب: د بهرنیو په کتار چاودنې د ناټو دوه عسکر وژلي

 

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۳مه، ۱۳۹۳ل): نن سهار شاوخوا اتنیمې بجې د کابل ښار په ختیځه څنډه کې د بهرنیانو په کتارچاودنه وشوه.

د کابل د امنیه قومنداني ویاند حشمت الله ستانکزی وايي چې چاودنه د بهرنیانو په کتار شوې ده او په خبره يې د یو تن بهرني سره یو تن عام وګړی هم ټپي شوی دی.

خو د ایساف له دفتره تازه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې نن يې په کابل کې دوه عسکر ووژل شول.

پېښه دنهمې حوزې اړوند په قابل بای سیمه کې شوې ده چې څه ورځې وړاندې پکې د بهرنیانو مېلمستون هم د سرتيرو بریدګرو د برید شاهد و.

د کابل ښار  پولیس وايي چې چاودنه د سړک له غاړي سره د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له امله رامنځ ته شوې ده.

تر اوسه د چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د