د بهرنیانو یو تن عسکر په غیر جنګي پيښه کی له منځه لاړ
نن ټکی آسیا: ایساف وايي یو عسکر یې د افغانستان په جنوب کې په یوه غیر جنګي پيښه کی مړ شوی.
په کابل کی د ایساف د مطبوعاتي دفتر له خوا په یوه خبرپاڼه کی راغلی چې تیره ورځ د افغانستان په جنوبی برخه کې ددوی یو تن عسکر په یوه غیر جنګي پيښه کي مړ شوی.
خبرپاڼي نه دي ویلي چی عسکر د کوم هیواد وو، او په دقیقه چیرته مړ شوی.