افغانستان

ننګرهار: د بهرني قواوو پر کاروان باندی فدايي برید تر سره شوی

treats_a_US_Army_soldierنن ټکی آسیا: نن سهار د ننګرهار ولایت د بټي کوټ په ولسوالۍ کې د بهرنیانو پر کاروان فدايي برید وسو، چې له کبله یې د طالبانو په وینا 9 تنه بهرني عسکر مړه، دوه ټپيان او دوه عرادې موټر له منځه لاړه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته وویل چې پيښه نن سهار پر اوه بجې د یو تن طالب (عثمان) له خوا د طورخم – جلال اباد پر لویه لاره را منځته سوله.

د ننګرهار ولایت امنیه قوماندان علیشاه پکتیاوال ویلي چې برید کوونکی پر موټرسایکل سپور وو، مګر د سیمي څخه عیني شاهدانو ویلي چې د پيښي په ځای کې یو تخریب شوی موټر پروت دی، چې ګمان کیږی د برید کوونکي به وي.

دغه سیمه د اوس لپاره د بهرني او افغاني قواوو له خوا محاصره شوې او څوک نه پریږدي چې هلته ورشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x