افغانستان

د پکتیکا په چاودنه کې ډېری اربکیان او د هغوی قومندانان وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لیندۍ ۳مه، ۱۳۹۳ل): تېره ورځ د پکتیکا ولایت د یحیی خېلو ولسوالۍ د غیبي خېلو په پړوا کلي کې د واليبال د لوبې وروسته چاودنه وشوه، چې له کبله یې د چارواکو او رسمي سرچینو په قول لږ تر لږه پنځوس تنه وژل شول او تر شپیته زیات ټپيان شول.

د پکتیکا ولایت د والي ویاند مخلص افغان نن ټکی اسیا ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د پيښي قربانیان ټول عام ولسي وګړي دي. نن ټکی اسیا  ښاغلي مخلص افغان ته څو ساعته وړاندې د وژل شوو کسانو او ټپیانو نومونه او هویت د ښودولو لپاره ایمیل ولیږلو خو د څو ساعتو په تیریدو سره نوموړي نن ته ځواب ورنکړ.

قومندان داود
قومندان داود

خو په پکتیکا کې د نن ټکي اسیا ځانګړې سرچینې وايي چې چاودنه د واليبال په میدان کې نه ده شوې، بلکي د والیبال د لوبې وروسته د یوه ځايي قومندان په پوسته شوې، چېرې چې د والیبال د پایلوبې وروسته د میلمستیا انتظام شوی وو.

د تفصیلاتو سره سم تیره ورځ مازیګر په پړاو کلي کې د غیبي خېلو، یحیی خېلو، برت خېلو او مغلې د اربکیانو د لوبډلو ترمنځ سیالي روانه وه، او دغو سیالیو ته د نندارې لپاره یواځې اربکیان او د هغوی نیږدې دوستان د سختې تالاشۍ وروسته ورتللای شول.

نن ټکي اسیا ته عیني شاهدانو او د سیمي اوسیدونکو ویلي، هغه کس چې د اربکیانو په پوسته یې سرتیری برید وکړ، عمر نومیدی او هغه هم د لوبې ننداره د قومندان بګي د یوه نیژدې ملګري په مرسته کړې وه.

د لوبي ځای ته ورڅېرمه د قومندان بهاول پوسته وه او په همدې ځای کې د لوبي پای ته رسیدلو وروسته ټول اربکیان او د لوبې نندارچیان د بهاول قومندان د میلمستیا په خاطر را ټول شول، چې په عین وخت کې هغه سرتیري بریدګر د موټر په واسطه برید پرې وکړ او خپل موټر ته یې چاودنه ورکړه.

10641173_1450829588529839_5995260538361557632_n
له ښي لورې لومړی: قومندان بهاول

د پېښې عیني شاهدانو او سیمیزو خلکو په قول په دې چاودنه کې د وژل شویو اربکیانو قومندانانو نومونه په لاندې ډول دي:
قومندان حاکم
قومندان بګی
قومندان بهاول
قومندان داود
قومندان یونس
د قومندان ګاډي ورور محمد نور
معاون د شین ګل زوی
په سیمه کې د ملي امنیت لپاره استخباراتي کار کوونکی: زر جانان ارګوني

bagi
له ښي لورې قومندان بګی

پر دې سربېره دوولس تنه نور اربکیان هم وژل شوي دي، چې د تدفین مراسم يې همدا شېبه روان دي.

یادو قومندانانو د یحیی خېلو، مټاخېلو، مغله، پړاو او برت خېل په سیمو کې د اربکیانو مشري کوله، او د کلیوالو په قول د نورو سیمو په څیر دلته هم د محلي پولیس یا اربکیانو څخه یو څوک هم خوشحاله نه وو.

ځینو عیني شاهدانو نن ټکي اسیا ته داهم وویل چې د پيښې سمدستي وروسته کشرانو اربکیانو په هغو ولسي وګړو چې سیمي ته نیږدې وه، او شک ورباندې کیدلای شو، سخت ډبولي دي، او ځیني یې مرګوني ټپيان کړي دي.

د پکتیکا ولایت یو شمېر اوسیدونکو د نن ټکی اسیا سیمه ییز خبریال ته ویلي چې په دې وروستیو څو میاشتو کې د پکتیکا ولایت د اربکیانو او دولت تر منځ اړیکې ترینګلې شوې وې. دوی ویل چې په سیمه کې د اربکیانو خپلسرۍ، ظلمونه، له خلکو زامن او لوڼې په زور بېول ددې لامل شوي وه چې ولس له دولته متنفر کړي او د طالبانو سره یوځای شي.

دوی وايي چې د پېښې داسې معلومیږي چې یاد کار دولت کړی څو دغه ډول اربکیانو څخه چې د دولت هيڅ فرمان نه مني ځانونه خلاص کړي. د دوی له قوله اربکیان ددې پر ځای چې خلک دولت ته را مات کړي، نور یې هم له دولته لرې کوي.

د اربکیانو ددغه سخت او بې رحمه چلنده له امله کلي کلي د طالبانو سره یوځای شوي او ځايي خلک وروستۍ چاودنې تر شا ستر لامل همدا ښيي.

arbak
د استخباراتو کارکوونکي

که څه هم دولتي سرچینې ادعا کوي چې دغه چاودنه کې ټول قربانیان عام وګړي دي، خو نن ټکي اسیا ته را رسیدلي ځانګړي معلومات ښيي چې په پيښه کې شپږ تنه عام وګړي وژل شوي دي، چې د هغو څخه دوه تنه د ګوډلو د کلي، درې یې د غیبي خیلو د کلي او بل یو کس د برت خیلو اوسیدونکی وو، او اته تنه نور ټپیان د یحیی خیلو، غیب خیلو او پړاو اوسیدونکي ټپيان شوي دي.

باید وویل شي چې دا لا څرګنده نه ده چې دغه عام وګړي څرنګه او د چا له خوا وژل شوي او ټپي شوي دي.

bagi and
قومندان بګی او قومندان بهاول

د یادونې وړ ده چې ددغه برید مسؤولیت تر اوسه پوری هیچا نه دی اخیستی، او هر لوری کوښښ کوي چې په بل یې ور وتپي.

د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني، اجرائیه رئیس ډاکټر عبد الله، ایساف، د پکتیکا والي محب الله صمیم په ګډون مختلفو دولتي چارواکو او طالبانو دغه برید په کلکو ټکو غندلې او ټولو په یوه سلا دغه برید د انسانیت پر ضد عمل بللی.

hakim
قومندان حاکم

باید وویل شي چې که له یوې خوا دولتي چارواکو په دې برید کې طالبان او د افغانستان دښمنان ښکېل بللي، خو له بله اړخه طالبانو هم په کلکو ټکو دغه برید غندلی او دا یې یو د دوی د بدنامولو او د افغانستان د دښمنانو یوه دسیسه بللې.

طالبانو ویلي چې دوی به ددغه برید غچ اخلي، او د پکتیکا په ولس یې غږ کړی چې د «دښمن» په تبلیغاتو دي نه تیر وځي، ځکه هغوی غواړي چې د «اسلامي امارت مجاهدین» بدنام کړي.

یاده دې وي چې د پکتیکا په مرکزي روغتون کې ګڼ شمیر اربکیان هم د عامو خلکو په نامه تر تداوي لاندې دي، چې دریو يې نن سهار په روغتون کې سا ورکړه.

paktika
قومندان بهاول



کاټن (د قومندان بګی هلک) او قومندان بګی
کاټن (د قومندان بګی هلک) او قومندان بګی
مومن او کاټن... د قومندان بګی اربکیان
مومن او کاټن… د قومندان بګی اربکیان



ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابن شهيد ين

ياره نو ن . اسيا ولا . الله دي تا سو ته هم انصاف در كري..دير داسي يو خبر خبره وي جي هغه زخم داره او نه ساه ور وكني وي. ليك انصاف وكري مونك هم د اسلامي صف طرفدار يو اسلام ملك وطن را ته كران ده زه اوس هم دكفر دلاسه مهاجر يم خو با ور وكه حقه وينا مي خو خيكي داكوم رابور جي تا سو خبور كري دبكتيكا دمقتل داسي انتباه تر كيزي ستاسي د رابور له محتواي جي اربكيان مره دي ..زه وايم د الله كوم قانون ده جي يو سو دي ار بكيان وي… نور لوستل »

Hewad malang

za da khabar rad kawm da tol darogh dy .aws ph di afghanan na shai doka kawali

جمیل انوري

دغه پېښه چې ډېری اربکیان اودهغوی قومندانان پکې وژل شوي ، له دې اړخه خو بیخي دخوښۍ خبردی ، خو داچې ځيني ملکي وګړي هم ویل کیږي پکې شهیدان شوي بیا نو ډېر ورباندي خپه شم ، باید په دې اړه ښې پلټني وشي چې دابریدچاکړی ، که څه هم ډېر ظالمان اربکیان پکې مردارشوي خو بیاهم ماته برید داجیري اداري له لوري ښکاري چې په دې ډول سره مجاهدین بدنام کړي ، ځکه که یې یواځي ټول اولسي وګړي شهیدان کړی وای بیاخونو هیچاهم زړه ته نه لویده چې داکاربه مجاهدینو کړی وي ، ځکه مجاهدین اولسي وګړي نه… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx