افغانستان

سپین بولدک: د فدايي بريدونو شپږ واسکټونه او د ايساف شپږ جوړې يونيفارم ونيول شول

abdul_raziq_komandan_boldakسرحدي پوليسو  تيره شپه د كندهار د سپين بولدك ولسوالۍ پر ګډه پوله ۶ عدده د فدايي بريد كوونكو واسكټونه ، شپږ جوړي د ايساف ځواكونو مكملي دريشى او  يوه اندازه چاوديدونكي توكي  تر لاسه كړي دي .

په كندهار كي د دريم سرحدي زون درستيزال جنرال عبدالرازق نن د چهار شنبي په ورځ خبريالانو ته وويل چي  ياد توكي  يي په يوه  تراكتور

كي چي د كور سامان الات يي هم پكښي بار كړي وه د تر لاسه شوو پټو معلوماتو پر بنسټ تر لاسه سوه چي دوه تنه يي هم د تړاو په تور ور سره نيولي دي .

جنرال عبدالرازق وايي د دولت وسله والو مخالفينو غوښتل چي ياد توكي د ارزګان مركز ترينكوټ ته واستوي او هلته د بهرنيو ځواكونو پر اډو او قرارګاوو باندي فدايي بريدونه تر سره كړي .

د جنرال عبدالرازق په خبره چي ياد توكي دپاكستان هيواد څخه راوړل شوي وه چي په اړه يي د نيول شوو دوو تنو څخه پوښتني رواني دي .

تر اوسه پورې طالبانو پدې هکله څه ندي ويلي .

دا پداسې حال کې ده چې تيره ورځ د ملي دفاع وزارت وياند جنرال محمد ظاهر “عظيمي” په يوه مرکه کې وويل چې مخالفين هڅه کوي چې د امنيتي ځواکونو په کرښو کې ځاى پيدا کړي.

بايد وويل شي چې پدې وروستيو کې طالبانو د نظامي يونيفارم څخه په ګټې اخيستنې سره په خورا مهمو فوځي ځايونو کې فدايي بريدونه تر سره کړل چې په ترڅ کې يې کورنيو او بهرنيو ځواکونو ته مرګ ژوبله ورسيده.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x