افغانستان

که بهرنيان ووځي څه به کيږي؟ !

An_Afghan_police_eats_a_lollipop ليکنه :  فضل الرحمن زرغونى

١٣٩٠ لمريز کال پداسي حال کي پېل شو چي د کال له پېل سره سم  دځينو  سيمو  امنيتى مسؤليت افغان ځواکونو ته وسپارل شو، پدې ډول ورسپارل شويو ځايونوکي  هغه سيمي وسپارل شوې چي  امنيت يې ټينګ دى او تراوسه  هم پدې سيمو کي بهرنيو  ځواکونويا شتون نه لاره  او يا که موجود وو هم په نيست شمار وو .

دا سيمي بهرنيانو د دې لپاره افغان ځواکونو ته وسپارلې او له رسنيو څخه يې اعلان کړي  چي :

•       افغان ځواکونه وازمويل شي .

•       وکتل شي ،چي افغان ځواکونه خپل هغه وروڼه چي اوس يې مخالف دي وژلى شي او کنه ؟

•       د دې له پاره چي نړۍ ته وښيئ چي امريکا نور خپل اهداف لاس ته راوړي دي .

•       د دې له پاره چي افغان ولس ته داسي وښيي چي ګواکي افغان دولت  ازاد  ده  نه  غلام .

•        او د دې له پاره چي اوباما خپل ولس وغولوي او د دوهم ځل له پاره انتخابات وګټي .

پدې سربېره ډېر نور تر پردې لاندي   اهداف  شته چي بهرنيان غواړي پدې لرغوني هيواد کي يې لاس ته راوړي.

خو اوس   ډېره ګرمه موضوع دا ده چي ايا افغان ځواکونه به  د هيواد امنيت تامين کړي او کنه ؟

او افغان ځواکونه هم د امنيت راوستل مشروط پدې ګڼي چي دوى ته د نړيوالې ټولني لخوا عصري ، سپکي او درني وسلي ورکړل شي  .

دې ټکي ته په پام سره چي ايا د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره به امنيت ټينګ شي کنه څه توضيحات ضروري ګڼو.

اوس ويل کيږي چي که بهرني ځواکونه  ووځي نو ايا افغان ځواکونه به امنيت تامين کړي؟

زما په فکر دا پوښتنه خو به هغه وخت مطرح کيدله ،  چي د بهرنيانو په شتون کي امنيت تامين واى او په ټول هيودا کي امن او امان واى .

خو حال داده چي اوس داسي نده،  بلکي تر هر بل وخت بي امني ډېره ده دهيچا سر، مال، او عزت خوندى خو لا څه چي بلکي په خطر کي ده ، سره لدې چي   دنړۍ تر ټولو  ستر او پرمختللي هيوادنه له خپلې ټولي عصري جنګي ټيکنالوژي سره راغلي دي خو بيا يې هم په افغانستان کي امنيت را نه وستلاى شو .

که يو څوک وايي چي دبهرنيو ځواکونو په وتلو سره به امنيت راشي دا داسي معنا لري لکه يو څوک چي وايي اوسني ٤٨ پرمختللي هيوادونه په مستقيم ډول  په افغانستان کي امنيت نشي راوستلاى خو په هغه وخت کي بيا امنيت راوستلاى شي چي دوى خپل ځواکونه وباسي او امنيت افغانانو ته وسپاري .

راځئ فرض کړو چي بهرنيان ووتل او امنيت يي ټول افغان ځواکونو ته ورسپارو.

ايا امکان شته چي امنيت  دي راشي ؟

په افغانستان کي بلخصوص په پښتنو کي يوه قاعده شته . کله چي يوڅوک بل څوک ووژني او يا د ظالم سره ودريږي او يو څوک مړ کړي،  نو که د مقابل لوري پرې سمدستي    توان ( اوس)   نه رسيږي نو ورته وايي چي : (( پروا نلري وخت شته)) .

دا ټولو ته معلومه ده چي دا بدې (دښمني ) تر لمسو او کړوسو پوري پاتي کيږي او لا هم پالل کيږي .

د افغانستان مسئله  دا ډول ده چي اوس بهرني ځواکونو شتون لري او په تېرو لسو کلونو کي افغانانو بلخصوص پښتنو ته ډېر زيات زيانونه واوښتل،  چي تر ټولو سخت او نه جبرانيدونکى زيانونه  ورته د ناموس ، عزت او دمقدساتو دسپکاوى ورسيدل ،  پدې ظلم کي افغان ځواکونو له بهرنيانو سره څنګ په څنګ ملګرتيا کړيده او شواهد هم موجود دي .

اوس  که  د پښتنو هغې  قاعدې ته وګورو چي بدې (دښمني ) پکې تر لمسو او  کړوسو  پوري پالل کيږي  نو دا خبره به ډيره ناسمه ښکاري چي ګواکي افغان ځواکونه به امنيت تامين کړاى شي بلکي برعکس  د غچ اخيستني هغه  کينه او غوسه چي پخوا  لا د  ډېرى  مظلومانو په زړونو کي وه زياتيږي او هر پښتون به  د  وراوښتي زيان د غچ اخيستني لپاره تر مرګه د مقابل لوري د له منځه وړلو هڅه وکړي   .

دا چي افغان ځواکونه وايي : (( که مونږ ته عصري ، درني او سپکي وسلي راکړل شي په افغانستان کي امنيت تامينولى شو ))

راشئ وګورو چي دا خبره  څومره دقيقه ده   غواړو لږ د دې ادعا په اړه هم خپل نظر څرګند کړو .

که اوس څوک د افغان ځواکونو له مشرانو پوښتنه وکړي چي ولي اوس نشي کولاى چي امنيت تامين کړئ په داسي حال کي چي  د ټولي نړۍ الوتکي، په زرهاوو پوځيان ، سيارې سپوژمکۍ ، ټانکونه ، استخابارات ، سمندري ، او هوايي نړيوال ځوکونه ستاسو تر څنګ ولاړ دي ؟

که ستاسو له پاره نه وي نو دخپلو پوځيانو د ژغورلو له پاره هم کوښښ کوي چي هر ډول عصري صلاوي وکاروي   . نو تاسو ولي نه شي کولاى چي امنيت تامين کړئ ؟  څه فکر کوئ د دوى به ځواب څه وي ؟!

افغان ځواکونه او ځيني دسياسي چارو شنونکي خو وايي چي که افغان ځواکونه مجهز کړاى شي نو کولاى چي امنيت خوندي کړي، پوښتنه داده چي  اوس خوبهرنيان هم  ورسره دي افغان ځواکونو خو بايد اوس سل په سله امنيت تامين کړى واى!

که يي اوس امنيت ندى تامين کړى نو څنګه کولاى شي چي که دوى ته وسلي ورکړل شي بيا به امنيت تامين کړي ؟

همدارنګه د افغان ځواکونو مشران وايي چي افغان ځواکونو ته بايد درني وسلي ورکول شي .

که داسي فرض کړوچي افغان ځواکونه درني سلاوي  ولري نو دا سلاح به چيرته په کار اچوي  ؟

دا  هيواد له چا څخه ساتي ؟

له امريکا نه ؟

له اروپايانو نه ؟

له هندوانانو نه ؟

له تاجکستان ،ازبکستان،  ترکمنستان او روسي نه ؟

که يې منظور دا هيوادونه وي نو هغه خو دادى اوس ستاپه خاوره کي افغان ځواکونو ته  روزنه ورکوي په هيواد کي ټول  نظامي او دولتي ځايونه ورمعلوم دي نو ټانکونو او تيارو ته ستا اړتيا څه ده ؟

که منظور چين وي نو ايا تاسو ته نړۍ دومره وسلي درکولاى شي چي تاسو پرې د چين څخه ځان وساتئ ؟

او که مو منظور پاکستان ، ايران، او هند وي  نو نه پاکستان نه هندوستان او نه هم ايران په افغانستان باندې داسي يرغل کولاى شي چي خپل پوځيان دې پدې هيواد را وخوځوي  او نه يي په تېر کي په مستقيم ډول دا جرآت کړيده  !

که مو منظور له طالبانو او مجاهدينو سره د سختي جګړې کول  وي،  نو هغوى خو جبهيي جنګونه  نه کوي،   که يې کوي هم نو څوک وژنئ هرځاى چي څوک وژل شوې يا د ملا ترمشري لاندي او يا هم د قاري، ډاکتر، انجينر، او حافظ ترمشري لاندي خلک وژل کيږي نو ايا په دا ډول درنو وسلو جګړه ګټل کيداى شي؟!

نو په کار ده چي د ولس په ضد له نړۍ څخه درني وسلي وغوښتل شي ؟!

ګټه به يې چاته ورسيږي ؟!

که څوک فکر کوي چي د بهرنيانو په وتلو سره به جنګ پاى ومومي دا هم ناممکنه ده ، ځکه هغه کسان چي په زندانونو کي بي عزته شول ، کالي ترې ويستل شول ، په کوريې چاپي ووهل شوې ، شهيدان او زخميان يې ورکړ ل  ډول ډول شکنجي ورکړل شوې نو هغوى او يا دهغوى خپلوان به د غچ اخيستلو له پاره اقدام نه کوي دا به څوک ومنئ ؟  څوک به ضمانت ورکړئ ؟

دا چي نن ورځ افغان ځواکونه ترمخ   او امريکايان ورپسي دشپي له خوا ديوه افغان په کور چاپه وهي په کور کي  د ښځو صندوقونه ماتوي  او هلته پکې اسامه بن لادين ، ملامحمدعمرمجاهد، انجنير ګل البدين حکمتيار لټوي ايا د دغو کورنيو افغان ځوانان به  سبا له  افغان ځواکونو هيڅ پوښتنه ونه کړي ؟ دهغوى د له منځه وړلو کوښښ به ونه وکړي  ؟  دا ممکنه ده ؟  څوک په داسي ضمانت ورکړي چي افغانان به خپل حق او غچ وانه خلي ؟

او دحل لار داده چي دانجنير ګل البدين حکمتيار په مشري د حزب اسلامي لخوا چي د د ژغورني دمثاق   په نوم کومه  ١٥ ماديزه طرحه وړاندې شويده  له لږ تغيراتو سره که ټولي غاړي ومني د هيواد روان بهران پاى ته رسولاى  شي،   لدې طرحي پرته بله داسي کومه لار نه رامعلوميږي چي روانه جګړه به ودريږي او مظلوم افغانان به سبا له اوسنيو چارواکو څخه د ټوپک په خوله پوښتنه ونه کړي ؟ او بيا به ځيني هيودونه لدې چانس نه استفاده ونه کړي ؟  او يا به جګړه نوره په بل شکل پسي تازه نه شي ؟

زه فکر کوم دافغانستان جګړې ته  دحل يواځيني لار داده چي دا طرحه ومنل شي هيڅوک دي داسي فکر نه کوي چي دا چا وړاندي کړېده  بلکي  دا اړخ  دې وسنجول شي  چي  دې هيواد  ته امن  او ارامي  راوړي  البته   هغه کسان دا طرحه  نشي منلى  چي له بهرنيانو څخه  پيسي او ډالر ترلاسه  کوي  او يايي  په زرهاوو انسانان وژلي دي ځکه چي که جنګ پاى ته ورسيږي د دوى د ډالرو سرچينه بنديږي او چوکۍ او مقام يي هم له لاسه وځي  .

ديوه واقعي اسلامي  نظام د رامنځ ته کيدو په هيله     او ديوه ښکلي اسلامي ودان افغانستان د جوړيدو په هيله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x