نادري ناولده

پيشو د مرګ وړاندوينه کوي، نړۍ يې حيرانه کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لیندۍ ۲۳مه ۱۳۹۳ل): د امريکا نرسنګ کالج کې يوه داسې پيشو پیدا شوې، چې د خپلې زيرکتيا په مټ کولای شي، د مرګ ته نژدې ناروغ په اړه وړاندوينه وکړي.

د امريکا نيو انګلينډ روهيډ سيمې کې د براو پوهنتون يو استاد پروفيسر ډيويډ ډوسا ليکلي، چې د سيمې سټريټ هاوس نرسنګ کالج او روغتون کې يوه داسې پيشو شته، چې د خپل طبعي ذوق په مرسته د مرګ ته نژدې ناروغ په اړه وړاندوينه وکړي.

دغه پيشو آسکر نوميږي او تر اوسه يې د شاوخوا پنځوسو ناروغانو په اړه وړاندوينه کړې او تقريبا ټولې وړاندوينې يې رښتيا شوي دي.

آسکر د خپلې تجريبې پر مټ د ډاکټرانو تجربې غلطې ثابتې کړي دي.

ډاکټر ډوسا وايي، چې ۲۰۰۷م کال کې يې د آسکر د زيرکتيا او پوهې په اړه يوه مقاله ليکلې وه او له هغې وروسته، چې اسکر څومره وړاندوينې کړي، ګردې يې رښتيا ثابتې شوې دي.

ډاکټر ډوسا وايي، چې ده په خپلو سترګو د اسکر شاوخوا پنځوس تجربې ليدلي، چې کوم ناروغ مرګ ته نژدې وي، نو آسکر يې شاوخوا تاويږي راتاويږي او څو ورځې وروسته دغه ناروغ مري.

ډاکټر ډوسا د اسکر پيشو په اړه يو کتاب ليکلی او په دغه کتاب کې يې د اسکر خويونه، زيرکتياوې او دندې کښلي دي.

ډاکټر ډوسا وايي، چې آسکر خپله ورځ په نرسنګ هوم روغتون کې تېروي او کوم ناروغ سره چې ډېر وخت تېر کړي، نو هغه ناروغ بيا دنيا کې ډېر ژوند نه کوي.

د نرسنګ هوم ډاکټران وايي، چې دوی د اسکر په ذهني وړتياوو ډېرې تجربې کړي دي او يوه ورځ د يوې ښځې په پښه کې وينه غوټه شوې وه، نو اسکر ترې چارچاپېره تاوېده او څه وخت وروسته نوموړې ښځه مړه شوه.

بله ورځ يو بل قريب الموت ناروغ روغتون ته راغی او موږ ورته اسکر راوسته، نو اسکر ناروغ پر ځای پرېښود او خپل ځای ته ترې لاړه او څو ورځې وروسته نوموړی ناروغ صحتمند او کور ته رخصت شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Malim

دا د حیرانتیا خبره نه ده کله چه د یوه ناروغ د وینی د سپین خلیاتو تولید او کار په ټپه ودریژی او یا د انسان تر ټولو لوی مرغیړئ یا غده یعنی جګر یا اینه کار پیژدی نو د ناروخ په پوست کلمپس را وځی کلمپس شپز ډولونه لری چه دوو ډولونو ته یی د شعور باطینی کلمپس وای او څلور ډوله یی ځیرک روغتیا پاک لیدلای شی کله چه پا ناروغ عصبی او جګری کلمپس یا داغی تاثیرات ښکاره شوه نور د ناروغ ۹۹ اعشاریه ۹۹۹ د مړنی چانس دی د انسان په اعصابو کښی ویه حیصه داسی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x