
د پکتیکا غمیزه
لیکوال: ملنګ خوستی
زیړ مازدیګر و، لمر یی هم د کتو زغم نه درلود نو ځکه یی تری ډیر په چټکتیا ځان پټاوه او خپلی زرینی وړانګی یی رابللی وی ، د پکتیکا د یکشنبه مازدیګر د یوی غمجنی او نه هیریدونکی تاریخ سازی صحنی ته په انتظار وو ، هغه ځوانانو چی ټول عمر یی د جنګو له غمه سرګړی شوی وو یو څه یی د والیبال سپورت په ډول له غمو پام غلتوه ، ورزشکاران هم د داسی ښکاریدل تا به ویل چی زړه یی نه وی نننی لوبی ته .
هاغه دی د غم شیبی راورسیدی ، یو لوړ غږ پورته شو چی تندر ورته عاجزه وو ، د چنار هغه چڼچڼو غټ سیل نیم پورته شو او نیمی چڼچڼی یی هماغلته را ولویدی ، یوه دمه خړی لوخړی وی ، څوک نه ښکاریدل ، تر لږ ځنډ وروسته د زګیرویو غږونه واوریدل شول ، هاغه دی چی په لسګونه مړی پراته په خپلو وینو کی خیشته دی ، د ټپیانو له مینځه د ادی ادی آوازونه راتلل ، یو د غم سرود ګډ وو ، څوک ابلی پښی ببر سرونه خپل شهیدان ټولوی ، څوک بیا په چیغو د خپل ځیګر ځوی و پرهر ته ژاړی ، ځینی تورسری او ماشومان د کور په دروازو کی ولاړ وو آیة الکرسی او نور نور سورتونه یی په داسی حال کی ورچوف کول چی د اوښکو باران یی له سترګو جاری وو ، خو بی رحمه خزان په دغه کلی کی په هیچا رحم ونه کړ ، ګوری چی نازنین جانان یی ورته تر پښو او لاسو رانیولی راوړ وړوکی ورور چی نن یی په مکتب کی ورته سپارلی کورنی وظیفه هم نه وه کړی ، په سرو وینو کی لمبیدلی راوړ ، د هر کور نه د کړیکو آوازونه راځی څوک د یوه بل غم شریکی ته هم ندی وزګار ، هر څوک په خپل غم اخته دی ، مورکی یی بیګا شپه ټوله په ژړا تیره کړه چی هر څومره به دی ورته ویل می په ژړا څوک واپس نه راځی خو مور خو مور وی د هغی زړه ته د خپل نیازبین ځوی پرته بله خبره چیرته ورځی ، په هاغه بل کور کی د شلو ورځو ناوی به هم له لږ ځنډ وروسته له غمه ساه ورکړی ، دومره غم یی په زړه پروت دی که د ټولی دنیا خوشالی ورته راوړی هم به پری کوم اثر ونکړی.
د بل ګاونډ کور دوه واړه ماشومان هم له هماغه وخته په ژړا سر دی چی پلار جان یی تری خزان پناه کړ ، مور یی که هر څومره وس وکړ خو و یی نشول کړای چی غلی یی کړی بالاخره په ژړا ژړا بیده شول ، په نیمه شپه کی څو ځله را اوچت شول او په ژړا به سر شول خو مورکی به یی خپلی اوښکی پاکی وای که د دوی.
یو بل یتیم سهار وختی د مکتب بکس تر شا اچولی مکتب ته روان دی ، مور یی ورته ویلی چی پلار دی په سفر تللی بیرته به راشی .
هی هی هی هی ……
زما مظلوم ولسه زما مظلوم ولسه …..
الله جل جلاله دی ستا دښمنان د ابد لپاره په جهنم کی وغورزوی ….