نړۍ

د امریکا دفاع وزیر استعفا ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لیندۍ ۳مه ۱۳۹۳ل): د امریکا دفاع وزیر چیک هیګل له خپلې دندې استعفا ورکړه.

رسنۍ وايي چې ولسمشر اوباما یې هم استعفا منلې ده.

هیګل منلې چې تر هغې به د دفاع وزارت وزیر پر دندې کار کوي څو ګانګرس نوی دفاع وزیر ته د باور رایه ورکړي.

د امریکا دفاع وزارت یو چارواکی وايي اوباما او هیګل په دې سره سلا شوي و چې د پنټاګون (امریکا دفاع وزارت) لپاره نوی مشر وټاکي. نوموړی وايي چې اوباما او هیګل په دې موضوع له څو اونیو خبرې اترې کولې.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د چیک هیګل د استعفا لامل د اوباما لخوا پر نوموړي فشارونه ښودلي. یادې ورځپاڼې د سپينې ماڼۍ د چارواکو له قوله لیکلي چې د څو اونیو د لیدنو کتنو او سلا مشورو وروسته اوباما تېره جمعه پر یکړه کړې وه چې د چیک هیګل څخه استعفا وغواړي.

د دغې استعفا غوښتلو لامل په افغانستان کې د طالبانو او په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت وروستي پرمختګونو ښودل شوي چې پر نوموړي له دې امله نیوکې کیدلې او تر فشار لاندې راوستل شوی و.

۶۸ کلن چیک هیګل د ۲۰۱۳زکال راهیسې د امریکا دفاع وزیر و، نوموړی یوازينی کس و چې د جمهوريت غوښتونکو له ډلې و او د اوباما په کابینه کې وزیر و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x