افغانستان

کابېنې ویش کې دفاع او مالیه د ولسمشر او کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونه د اجراییه رییس په برخه رسیدلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لیندۍ ۳مه ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت یو لوړ پوړي چارواکي امریکا غږ ته ویلي چې ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله د کابینې د څوکیو پر ویش سره سلا شوي خو کوم وزیر چیرې وټاکل شي لا هم پرې بحثونه روان دي.

دغه چارواکي چې د نوم د څرګندولو یې ډډه کړې ویلي چې اشرف غني او ډاکتر عبدالله پریکړه کړې چې دفاع او مالیې وزیران به ولسمشر او کورنیو او بهرنیو چارو وزیران به اجرائیه رییس معرفي کوي.

اشرف غني ویلي و چې د ۴۵ ورځو د ننه به کابینه وټاکل شي خو د وزارتونو پر سر د حکومت د دواړو مشرانو د اختلافاتو له امله د ۲ میاشتو تر تیریدو وروسته هم لا کابینه نه ده ټاکل شوې.

په عین حال کې د ولسمشر اشرف غني لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د بي بي سي فارسي سره په مرکه کې ویلي چې د کابینی نیم ویشل د دوه ولسمشرانو او دوه دولتونو په مانا دي او دا ورته د منلو نه دي.

نوموړي زیاته کړې چې دوی هڅې کوي چې ژر تر ژر ځېنې مهم وزارتونو وزیران وټاکي ځکه ددغو حالاتو څخه طالبان استفاده کوي او ورځ تر بلې په خپلو بریدونو کې زیاتوالی راولي.

چارواکي وايي چې د دسمبر په میاشت کې په لندن کې د افغانستان په اړه جوړیدونکي نړیوال کنفرانس پورې ښايي هغه وزارتونو ته چې د نړۍ سره سر و کار لري نوي وزیران وټاکل شي.

تر دې وړاندې د عبدالله عبدالله ویاند مجیب الرحمن رحیمي ویلي و چې کابینه به په دوه پړاوونو کې اعلان شي.

د کابېنې ویش پر سر د سلا راپور په داسې حال کې ورکول کیږي چې یو شمېر رسنۍ د جدي اختلافاتو د شتون خبره کوي. ویل کېږي چې یوازې د واک پر پنځوس سلنه وېش هوکړه شوې؛ خو د افراد په ټاکنه کې لا هم ټکرونه شته.

ځینې راپورونه وايي چې عبدالله ځینې داسې کسان کابینې ته وړاندې کوي چې د اشرف غني په خوښه نه دي. د بېلګې په ډول د بلخ والي چې د اشرف غني په باب تونده لهجه کاروي هم یو له دغسې کسانو څخه دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x