کومه وروري غوره ده؟

لیکوال: لطف الله خیرخوا

تېره ورځ مې د نورمحمد ترکي ويډيو کتله. ويډيو کې ترکی کارګرانو ته وينا کوي. افغانستان کې د کمونستانو انقلاب ته د نړۍ د کارګرانو انقلاب وايي او د نړۍ کارګرانو ته مبارکي ورکوي، چې افغانستان هم دا دی، د نړۍ له کارګرانو سره اوږه پر اوږه درومي. ترکی د “ثور انقلاب” د افغانستان، سيمې، ټولې اسيا، اروپا او امريکا انقلاب ګڼي او په تاکيد وايي، چې دا انقلاب يوازې د افغانانو انقلاب نه دی.

همدا ډول يوه ويډيو کې ډاکتر نجيب ملګرو(کمونستانو) ته يو ځای، د دوی حاکميت يوازې د افغانانو حاکميت نه ګڼي، بلکې د نړۍ “ملګري” په کې شريک ګڼي!

کله چې نړېوال اشرباڼي افغانستان ته راغلل، نو سياسي ادبياتو کې “نړېواله ورورولي” د يوه ستر ارزښت په توګه معرفي شوه، بلکې د نړۍ د تاريخ بدترين يرغل او بدترينه جګړه په بنسټيزه توګه په همدې توجيه کېدله چې موږ د نړېوالې ورورۍ په درشل ورګډ شوو، انزوا نه راووتو او په مطرح ډول مو په افغانستان کې ديموکراتيکو ارزښتونو ته متعهد نظام قايم کړ.

هغوی چې بوسه ارزښتونو ته په داوطلبانه توګه کار کوي، پر ځای پرېږدئ، بلکې د تېر جهاد رموز او پيرخانې ان د بهرنيانو ورورنو(برادرهای خارجي) الفاظ کاروي. سوال مطرح شي، چې دا وروري په کوم بنسټ ده؟ د ايمان وروري خو د کندهاريانو خبره يو وارې نه ده، ځکه چې ايمان خو “هر دو بر دو” سر خوړلی، چې هغه تت رنګی ثقافتي شراکت هم ورسره نه لري، ښه نو څه دي؟
بده يې دا ده، چې دوی ته په دې خپلې ورورۍ هيڅ شرم نه ودريږي، چې هيڅ اسلامي اصل نه لري، بلکې بالعکس په هغې اسلامي ورورۍ اعتراض کوي، چې الله جل جلاله او رسول عليه الصلاة والسلام يې ارزښتونه ټاکلي. امر يې پرې کړی او مسلمانان يې منع کړي، چې له دې ورورۍ ووځي.

د دوی خو هغه وروري وه، چې کرزی دا دی کرار کرار پرده ترې پورته کوي. دا مهال د کرزي دا کانې سړي ته هغه ټپه رايادوي چې :

د لېونۍ ارمان پوره شو
په لارو ځي په کاڼو ولي زيارتونه

دا څوارلس کاله يې خوله قلف ساتلې وه، خو چې څومره يې وخت په کمېدو و، همغومره يې د خولې واګې سستېدې. دا دی په واز کومې لګيا دی، چې امريکايان چل کوي. امريکان زموږ غم نه دي خوړلي. امريکايان خپل اهداف لري. د خپلو اهدافو د سرته رسولو لپاره امريکا هېواد کې ګډوډي او فساد ډېرول غواړي، غواړي تر ډېره دلته واوسي، د همدوی په اشاره پاکستان پر موږ بريدونه کوي. دا او ورته نورې ډېرې او لا نورې چې پرده پرې پرته ده، د دوی نړېواله وروري څرګندوي. د دوی ورونه چې هر يو يې په خپل ذات کې جلا اهدافو، جلا تګلارې، جلا ګټو، جلا جغرافيې ته ژمن دی او په خپل منځ کې سره دومره تيت او پاشلي دي، چې خدای خبر دا کشران(کابل واکي) ورونه به ورته څومره سکني او ګران وي؟ څومره به ورته رښتيني وي؟

اصلا دوی نه لوری خطا دی. د دوی د ورورۍ چورليز الله جل جلاله ورښوولی، خو که دوی قرآن ومني. الله جل جلاله فرمايي : {أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ نَافَقُوا يَقُولُونَ لِإِخْوَانِهِمُ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ لَئِنْ أُخْرِجْتُمْ لَنَخْرُجَنَّ مَعَكُمْ وَلَا نُطِيعُ فِيكُمْ أَحَدًا أَبَدًا وَإِنْ قُوتِلْتُمْ لَنَنْصُرَنَّكُمْ وَاللَّهُ يَشْهَدُ إِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ} . وګوره منافقان خپلو ورونو يعنې کافرو کتابيانو ته وايي، که مسلمانانو وويستلئ، موږ هم درسره وځو. ستاسې په اړه موږ د هيچا خبره هم نه منو. که چا درسره جګړه کوله موږ درسره مرسته کوو. الله شاهد دی، چې منافقين دروغ وايي.

د تفسير ډېری علماء سوال ځوابوي، چې منافقان ولې د کافرو کتابيانو “ورونه” وبلل شول؛ ځکه چې دوی د کتابيانو د مرستې تظاهر کوي، کفر کې ورسره غاړه وړي. اوس درواخلئ چې دا پوچ مغزي بې له دې چې د کفر مرسته کوي او کفر سره غاړه وړي، په بل کوم ارزښت نړېوالې ورورۍ ته ننوتي؟

دې خوارکيانو ته خو هغه خپل ورونه د خپلو بيسونو ګتې او جالۍ هم نه پرېږدي. ايمان خو يې ورته هغسې کړ، وروري به همداسې وي نو. يوه ورځ مې د يوه خوشبين يوه فقره لوسته، وايي که نړېوال يوازې دا بيسونه موږ ته پرېږدي هم غټه ګټه ده!! لومړی خو دا فکر دوی نه دی کړی،چې دا بيسونه دوی د ګتو او جاليو نه جوړ کړي ، که دا پرې يې ښوول هم څه دي په کې؟ ښه چې دا څه نه شته په کې او ان ګتې او جالۍ هم درنه چلوي، زهر خو وخوره کنه!

دا وروري چې نه يې اسلام مني او نه يې ان د دې اسلامي خاورې دود مني، څنګه پر هغې ورورۍ پورته ګڼل کيږي، چې هم پرې الله جل جلاله امر کړی، هم يې رسول عليه السلام امر کړی. الله جل جلاله په سپينو الفاظو فرمايي، چې مؤمنان سره ورونه دي : {إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ}.

د رسول عليه السلام سنت د دې ورورۍ له ارزښتونو څخه ډک دي. فرمايي : الْمُسْلِمُ أَخُو الْمُسْلِمِ، لَا يَظْلِمُهُ وَلَا يَخْذُلُهُ، وَلَا يَحْقِرُهُ. د مسلم روايت دی. مسلمان د مسلمان ورور دی، ظلم به پرې نه کوي، بې مرستې او بې ملاتړه به يې نه پرېږدي او نه به يې سپکوي.

د دې ورورۍ مزي دومره ټينګ دي، چې ان قرآن او سنت کې چې د “ورور” کلِمه مطلقه ذکر کيږي، مسلمان ترې مراد وي، د مور وپلار زوی ترې نه وي مراد، مګر چې د نسبي ورورۍ په سياق کې وي. الله جل جلاله فرمايي : {وَلَا يَغْتَبْ بَعْضُكُمْ بَعْضًا أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَنْ يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًا فَكَرِهْتُمُوهُ}. ايت د غيبت په اړه دی، چې تاسې ته د خپل ورور غوښه خوړل ښه نه ښکاري، نو غيبت هم د خامې غوښې خوراک دی. ايت کې له وروره مسلمان مراد دی، نه دمور وپلار زوی.

د بخاري شريف روايت دی، وايي : انْصُرْ أَخَاكَ ظَالِمًا أَوْ مَظْلُومًا. ورور سره دې مرسته وکړه، ظالم وي، که مظلوم. يعنې که ظالم وي، لاس يې ونيسه اوکه مظلوم وي، ملا يې وتړه. ظاهره ده، چې حديث کې له وروره مراد مسلمان دی. بې شمېره روايتونه دي او بې شمېره دلايل دي، چې دا وروري ترې ثابته ده.

همدې ورورۍ ته په پام اسلامي شريعت کافر نسبي ورور د مسلمان ورور د ميراث مستحق نه ګڼي، بلکې د مسلمان د وارث په نه شتون کې يې مال بيت المال ته ځي او د ده دا مال به د مسلمانانو په منفعت تماميږي.

له دې وراخوا يې د ارزښتونو په تارسره تړي، ورته وايی، ستاسې عقيده، عبادت، شريعت او ثقافت يو دی. تاسې ځانګړی امت ياست : {إِنَّ هَذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَأَنَا رَبُّكُمْ فَاعْبُدُونِ} دا ستاسې امت يو امت دی او زه ستاسې رب يم، زما عبادت وکړئ. ايت وينو چې مسلمانان په داسې ارزښت سره تړي، چې د نړۍ يوه پرګنه هم داسې ارزښت نه شي وړاندې کولی.

د الله رسول صلی الله عليه وسلم فرمايي : أَنَّهُمْ أُمَّةٌ وَاحِدَةٌ مِنْ دُونِ النَّاسِ… وَأَِنَّ سِلْمَ الْمُؤْمِنِينَ وَاحِدٌ، وَلَا يُسَالَمُ مُؤْمِنٌ دُونَ مُؤْمِنٍ. مسلمانان يو امت دی، بل څوک ورسره نه شته…او د مسلمانانو سوله يوه ده، يو مسلمان له بل پرته سوله نه کوي.

دا زموږ وروري ده او دا مو دلايل دي. که مو ظاهرا ګټه وي په کې،که تاوان، موږ همدې ورورۍ ته قايل يو. موږ په علاماتي محدوديت امت نه شو ټوټه کولی. هغه خلک چې موږ په دې ګرم بولي، چې افغانانو ګوندې د اسلام ټېکه نيولې، بايد پوه وي، چې خبره د ټېکې نه ده، بلکې د عقيدې ده. دوی که خپلې بې ارزښته او ناڅاپي ورورۍ ته په دومره څه قانع وي، چې هر څه ورته پرېږدي، نو زموږ وروري تر دوی غوره ده، ټينګه ده، بنسټ لري، ارزښت لري، موږ يې په هر صورت ساتو، پالو او سر ته يې رسوو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د