نړۍ

د اسلامي نړۍ ستر عالم او مؤرخ شيخ «محمودشاکر» وفات شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لیندۍ ۴مه ۱۳۹۳ل): د اسلامي امت د معاصرې زمانې ستر تاريخ پوه، عالم، او اسلامي مفکر شيخ محمودشاکر رحمه الله له فاني نړۍ سترګې پټې کړې.

شيخ ابو اسامة محمودبن شاکر شاکر ۱۳۵۱ه-۱۹۳۲م کال کې د سوريې شمال ختيځ دمشق ښار کې په يوه دينداره او علمي کورنۍ کې زيږېدلی و.

شيخ شاکر رحمه الله په خپل قوي ذهن او علميت مشهور و او اسلامي امت لپاره يې لسګونو عملي، فکري او تاريخي کتابونه پرېښودل.

شيخ شاکر رحمه الله د اسلامي امت اوسني ذليل ژوند ته ډېر اندېښمن و او په دې اړه يې ګڼ علمي، فکري، تربوي او تاريخي کتابونه ليکلي دي او د اسلامي نړۍ د ښېرازۍ د لارو چارو په اړه يې هم ګڼ کتابونه ليکلي دي.

شيخ شاکر رحمه الله خپل ژوند علم او د اسلامي امت خدمت ته وقف کړی و او د تاريخ په ګڼو فنونو او اسلامي تاريخ په اړه يې په نوښتګره طريقه لسګونو کتابونه ليکلي او د اسلامي امت ماضي، حال او راتلونکي په اړه يې علمي او فکري تبصرې کړي او د مستشرقينو شبهو او نيوکو ته منقطي او مدلل ځوابونه ويلي دي.

د تدريس او تاليف ډېره برخه يې د نسبونو علم، د اسلامي امت حال او د نړۍ ګوټ ګوټ کې د اسلامي امت د زوروونکي حالت او د هغې د علاج او درملنې په اړه يې مقالې او کتابونه ليکلي دي.

تر ټولو شاهکار اثر يې «التاريخ الاسلامي» په ۲۲ ټوکو کې دی او «الفکر الاسلامي الصحيح» کتاب په ليکلو کې يې کاري ونډه اخيستې او د اسلام د دښمنانو په تباه کوونکي فکرونو يې علمي او منطقي ردونه کړي دي.

ارواښاد شيخ شاکر په ۱۳۹۲ه کال کې سعودي عربستان ته ولاړ او هلته يې جامعة الامام‌محمدبن سعود اسلامي پوهنتون کې د اسلامي تاريخ او جغرافيې د استاد په توګه خدمات ترسره کړل.

د شيخ شاکر رحمه الله پر سنتو ټينګ او په علميت، عاجزي، اخلاص او تقوا پيژندل شوی و او تل يې هڅه کوله، چې ځان له شهرته لرې وساتي.

شيخ رحمه الله وړمه ورځ د سعودي پلازمېنې رياض کې د ۸۲ کالو په عمر له فاني نړۍ سترګې پټې او خپل خالق يې ته خپل روح وسپاره.

شيخ محموشاکر رحمه‌الله پر اسلامي تاريخ، سيرت، اسلامي فکر او ورته نورو موضوعاتو شاوخوا دوه سوه کتابونه ليکلي دي او په ډېرو پوهنتونو او مدرسو کې تدريسيږي، چې ځينې يې په لاندې ډول دي.

د تاريخ په اړه:
موسوعة كتاب التاريخ الإسلامي په ۲۲ ټوکو کې.
سلسلة العالم الإسلامي.
سلسلة مواطن الشعوب الإسلامية في آسيا.
سلسلة مواطن الشعوب الإسلامية في أفريقيا.
«سير بعض الصحابة» او دې کې يې د امهات المؤمنين سيرتونه، عبدالله بن الزبير، الفضل بن عباس، عبدالله بن حذافة، المقداد بن عمرو، عبدالله بن جحش او جعفر بن ابي طالب رضي الله عنهم سيرتونه بيان کړي دي.

دوهم د اسلامي خلفاوو لړۍ

– خلفاء راشدين
– اموي خلفاء
– عباسي خلفاء
– بويهي زمانې خلفاء
– د سلجوقي زمانې خلفاء

جغرافية کې دوه کتابونه ډېر مشهور دي

– الكشوف الجغرافية دوافعها – حقيقتها
– جغرافية البيئات

د اسلامي تاريخ او فکر په اړه يې ګڼ علمي او فکري کتابونه هم ليکلي دي
۱ – المنطلق الأساسي في التاريخ الإسلامي .
۲- مع أنبياء الله ورسله .
۳- المسلمون تحت السيطرة الشيوعية .
۴- المسلمون تحت السيطرة الرأسمالية .
۵- رحلة قصيرة مع تاريخنا .
۶- الثقافة التاريخية .
۷- التوجيه والتقويم خلال التاريخ الإسلامي .
۸- هوية الأمة المسلمة .
۹- أشواك على الدرب .
۱۰- موضوعات حول الخلافة والإمارة .
۱۱- مواقعنا المتأخرة وسبيل التقدم .
۱۲- المسلمون والقضايا العامة .
۱۳- الحضارة المتهاوية .
۱۴- الجنوح بالأخلاق .
۱۵- الجنوح بالعلم أو الذئاب الكاسرة .
۱۶- وانكشف القناع .
۱۷- تبصرة الطريق .
۱۸- المغالطات وأثرها في الأمة .
۱۹- التخلف .
۲۰- المرأة المعاصرة .
۲۱- الجماعات البدائية .
۲۲- إلى الدعاة .
۲۳- السُّعاة في الحياة .
۲۴- رسائل إلى الشباب .
۲۵ – مع الهجرة إلى الحبشة .
۲۶- المشردون .
۲۷- ميدان معركة اليرموك .
۲۸- محنة المسلمين في الشيشان .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سمسور

الله ج دې ورته جنت الفردوس نصیب کړي الله ج دې دده تصانیف دمسلمانانو داصلاح اویوالی سبب وګرزوي.

انصار

امین ثم امین

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x