افغانستان

غور: په خپل منځي شخړه کي یو تن پخوانی جهادي قوماندان ووژل شو

Ghor_districtsنن ټکی آسیا: د غور په ولایت کي نا معلومو وسلوالو یو تن پخوانی جهادي قوماندان وژلی.

د ولایت د والي ویاند عبد الحی خطیبي په دي اړه ویلي چي تیره شپه د غور ولایت په دولینه ولسوالۍ کی یو تن پخوان قوماندان چي نور احمد نومیدی، د نامعلومو وسله والو له خوا په ډزو سره ووژل شو، او وسله وال د سیمي څخه په تیښته بریالي شول.

د غور امنیه قوماندان سمونوال عبد الرشید بشیر ویلي چي نور احمد قوماندان د یو بل سیمه ایز قوماندان عبد البصیر سره په شخړه کي وژل شوی.

د ځینو رسنیو د راپور پر اساس په تیرو پنځو میاشتو کي په دغه ولایت کي لس تنه پخواني قوماندان او قومي مشران وژل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x