لوګریانو په کابل کښې لاریون وکړ
له لوګر ولایت څخه راغلیو په سلګونو لاریون کوونکو دسې شنبې په ورځ په پلازمینه کابل ښار کښې یوه ستره احتجاجي مظاهره ترسره کړه او له دولت څخه يې دنوموړی ولایت دوالي دګوښه کولو ټينګه غوښتنه وکړه.
له سیمې څخه راغلیو لاریون کوونکو په کابل ښارکښې دعيدګاه جومات ته څيرمه يو لاريون په ترڅ کښې دلوګر والي عتيق الله لودين
دخپلو ځمکو پرغصبولو تورن کړ او دنوموړی دژر تر ژره ګوښه کولوغوښتنه کوله .
هارون بلخي