نړۍ

د ښځې او سړي تر منځ مساوات د بشري فطرت خلاف دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لیندۍ ۴مه ۱۳۹۳ل): د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان وايي، چې د ښځې او سړي تر منځ مساوات او يوالی د بشري فطرت خلاف دي او هر څوک چې د ښځو او سړيو د يووالي او مساوات خبرې کوي؛ په حقيقت د بشريت ضد خلک دي.

اردوګان تېره ورځ استنبول کې د ښځو او عدالت تر عنوان لاندې ترکي ښځو ته په خپلې وينا کې وويل، چې له طبعي او فزيکي پلوه ښځه او سړی يو بل سره توپير لري او عملي ژوند کې يوه حامله او تی ورکوونکي ښځه کله د سړيو په اندازه کار کولای شي؟ هغه مور چې بايد خپل اولاد ته تی ورکړي، هيڅکله سړيو سره په کاري ميدان مساوي نه ده.

اردوګان پر نړيوالو چارواکو هم نيوکه وکړه، چې د عادي مسايلو لپاره سرمشريزې راغواړي. د کم نسله حيواناتو د ښکار د مخنيوي په اړه سرمشريزې راغواړي، مګر د سوريې او فلسطيني ولسونو په مرګ او ظلمونو بيا پټه خوله دي.

اردوګان د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، که نړۍ د فلسطين او سوريې خلکو ته يوازې د هغو حيواناتو په کچه اهميت ورکړي، چې دوی يې د نسل د ورکېدو وېره لري، نو د منځني ختيځ ستونزې به په لږه موده کې حل شي.

اردوګان د ښځو د حقونو په نوم پر ټولنو نيوکې وکړې، چې دوی د دوی فعاليتونه د ښځې بنسټيزې دندې سره په ټکر کې دي، چې هغه د ښځې لپاره د مور په توګه د يوې سالمې ټولنې روزنه ده.

اردوګان وويل: «موږ بايد د کميونستانو غوندې نه شو، چې ښځې به يې د جګړو ډګر ته هم بوولې او کرکليه به يې هم پرې کوله.»

د اردوګان په اړه ويل کيږي، چې ۲۰۰۲ م کال راهيسې، چې د ده ګوند واک ته رسيدلی، تل په دې هڅه کې دی، چې ترکيه اسلامپالې کړي او د لويديځو هېوادونو او بې دينه فرهنګ مخنيوی په کې وکړي.

اردوګان د خپلې ۱۱کلنې واکمنۍ پر مهال څو ځله له ترکي ښځو غوښتي، چې لږ تر لږه بايد درې بچي راوړي او له اړتيا پرته دې بچي نه بندوي.

د ترکي ولسمشر څرګندونو ترکيه کې د ښځو د حقونو په نوم د ټولنو غبرګونونه راپارولي او نوموړی يې توندلاری بللی دی.

د پولنډ مرستيال ولمسشر ارينتش هم د خپل هېواد له ښځو غوښتي، چې د سړيو په مخکې او په عامه ځايونو کې دې نه خاندي؛ ځکه چې دا کار د ښځو د شرافت او عزت سره په ټکر کې دی، مګر پر نوموړي هيچا نيوکه نه ده کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x