افغانستان

د برتانیا وروستي عسکر هم د کندهار څخه ووتل

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لیندۍ ۲۴مه ۱۳۹۳ل): د برتانیا وروستي عسکر چې د کندهار په هوايي ډګر کې میشت وه، تیره ورځ ی خپل د هیواد بیرغ د عسکري مراسمو په ترڅ کې کښته کړ، او له هیواده ووتل.

د دفاع وزارت د وینا سره سم اوس د افغانستان په سویل کې برتانوي عسکر وجود نه لري، او وروستي عسکر هم تیره ورځ برتانیا ته ستانه شول.

برتانیا اوس مهال په افغانستان کې یو څو سوه عسکر لري، چې اکثره یې د هیواد په شمالي ولایاتو او کابل کې میشت دي، او د برتانوي چارواکو په وینا هغه د افغاني عسکرو روزني، او تربیې لپاره پاته شوي دي.

برتانوي عسکرو څلور اونۍ مخکي په هلمند کې د کامب باستن فوځي مرکز خوشي کړی وو، او له هغه راهیسي یې په بیړنۍ او عاجله توګه د افغانستان څخه د خپلو عسکرو انتقال پيل کړی وو، چې تیره ورځ پای ته ورسید، او د دفاع وزیر ویلي چې دوی په خپلو فوځیانو ډیر فخر کوي، چې په افغانستان کې خپله دنده په کامیابۍ سره پای ته ورسول، او خپل هیواد ته ستانه شول.

نوموړي ویلي: «مونږ مننه کوو چې زمونږ زړورو فوځیانو په افغانستان کې خپله دنده په کامیابۍ سره سر ته ورسول، اوس مونږ په امن یو، او اوس افغانستان په داسي حال کې مونږ پریښود، چې راتلونکی یی روښانه مالومیږي».

باید وویل شي چې د برتانیا د مشهور اخبار انډیپنډنټ په وینا د برتانیې عسکر شکست خوړلي هیواد ته را ستانه شول، په دې سربیره چې هیڅ لاسته راوړني نه لري، اوس به هغه ټپي شوي او عصباني شوي فوځیان د برتانیا پر ټولنه باندي د ډیر وخت لپاره بوج وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x