نړۍ

د امریکا وزیر دفاع د اسلامي دولت له وجي له دندي وشړل شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لیندۍ ۲۴مه ۱۳۹۳ل): د امریکا وزیر دفاع چې تیره ورځ د خپلي دندې څخه استعفاء ورکړه، او د ولسمشر باراک اوباما یې هم استعفاء منظور کړه، او د رخصتي په ورستي خبري غونډه کې دهغه د وزارت وخت د امریکا لپاره مهم او د پام وړ وباله.

خو د امریکا جګ پوړي چارواکي وايي چې چاک هیګل د وزارت دفاع څخه وشړل شو، ځکه چې هغه د امریکا د اوسنیو جګړو او غوښتنو سره سم مهارتونه نه لرل.

دغه چارواکي وايي چې په خاصه توګه د اسلامي دولت په خلاف د جګړې په اړه، او همداسي په سوریا کې د بشار الاسد دپاته کیدو په اړه د اوباما د ادارې او چاک هیګل تر منځ ژور اختلافات وه.

یوې خبري غونډي ته په اشاره سره ویل شوي چې هغه کې د امریکا لوی درستیز او اوباما غوښتل چې اسلامي دولت یو غیر مهم او وړه ډله وښيي، او د امریکا لپاره یې لوی خطر ونه ګڼي، خو ویل کیږي چې چاک هیګل په هغه غونډه کې د خبریالانو مخته وویل چې اسلامي دولت د ټولي سیمي، امریکا او د امریکا د ټولو اهدافو او مصالحو لپاره لوی خطر دی، او دې سره باید چې څومره سخت چلند کیدای شي هغه سي وسي.

د نیویارک ټایمز په وینا چاک هاګل په داسي وخت کې په دنده ګمارل شوی وو، په کوم وخت کې چې اوباما غوښتل د امریکا فوځي ځواکونه په بهرنیو هیوادونو کې کم کړي، او د امریکا په اوږو باندي بار د هغو مصارفو بوج را کم کړي، چې په بهرني هیوادونو کې د جګړو او فوځي عملیاتو له کبله کیږي، چې چاک هاګل ورته مناسب هم وو، خو اوس چې یو ځل بیا د امریکا توجه جګړو ته اوښتې، او یو ځل بیا غواړي چې عراق کې فوځي مداخلت او بمباریو له لاري جګړې ته دوام ورکړي، اوباما غواړي چې د هاګل پر ځای تر هغه مناسب کس راولي.

اوباما غواړي چې یو داسي کس راولي چې هغه نه یوازي په فوځي اداره کې تکړه وي، بلکي غواړي چې هغه د ژورنالیستانو په مخ کې هم ښه وږغیدای سي، ځکه چې د چاک هیګل په اړه ویل کیږي چې اکثره به ژورنالیستان نه پوهیدل چې نوموړی څه واي، او کله چې به جان کیري یا جنرال ډیمپسي ورسره یو ځای شول، نو ټول ژورنالیستان به هغو ځانته متوجی کړي وه، او دی به نه توانیده چې څرنګه ژورنالیستان ځانته متوجی کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x