
په کابل کې بله چاودنه وشوه
نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ۴مه، ۱۳۹۳ل): څو شېبې وړاندې د کابل په خورا خوندي ځای وزیر اکبرخان کې د زورورې چاودنې غږ واورېدل شو.
دولتي سرچینو يې په اړه څه نه دي ویلي، خو په سیمه کې عیني شاهدان وايي چې چاودنه د ملي اردو د موټر په کتار شوې ده.
تر دې وړاندې هم د کابل ښار په شپږمه حوزه کې د کمانډويي عسکرو په موټر چاودنې د امنیتي سرچینو له قوله اووه تنه عسکر ټپیان کړي دي.
دا په تېرو څو ساعتونو کې دویمه چاودنه ده، چې د ملي اردو د موټرو په کتار کېږي.
د جزییاتو لپاره نن ټکی اسیا څارئ.