افغانستان

دولت وايي اوه دېرش طالبان يې وژلي؛ طالبان يې پروپاګند بولي

 

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۴مه، ۱۳۹۳ل): د کورنیو چارو وزارت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي چې په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې اوه دېرش طالبان وژل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې دغه اوه دېرش تنه د ننګرهار، لوګر، نورستان، میدان وردګ، کاپیسا او کندوز په ولایتونو کې وژل شوي دي.

په ورته وخت کې د ملي دفاع وزارت له مطبوعاتي څانګې خپره شوې خبرپاڼه بیا وايي چې د دوی ګډو ځواکونو په تېر څلورویشتو ساعتونو کې په ننګرهار، لوګر، نورستان، میدان وردګ، کاپیسا او کندوزکې څوارلس طالبان وژلي او پنځه تنه نور ټپیان کړي دي.

د کورنیو او دفاع وزارتونو له لوري د خپرو شویو ارقامو په اړه د طالبانو ویاند د دوی دا څرګندونې پروپاګند بولي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټويټر پاڼه کې لیکي: « نن بیا دکابل داخله وزارت کاذبه دعوه وکړه چې په ۲۴ساعتونو کې يې ۳۷ مجاهدين شهيدان کړي. موږ دا پروپاګند ردوو، دا ددښمن دبې وسۍ نښه ده.»

مجاهد وايي چې دوی تېره شپه د ننګرهار په پچېراګام ولسوالي کې په نظامي مرکزونو بریدونه کړي او نهو تنو ته يې مرګ ژوبله اړولې.

د طالب ویاند د ټویټر پاڼې له مخې بریدونه د پچيراګام ولسوالي په مرکز، امنیه قومنداني او نظامي بیس شوي دي، چې څلور پولیس پکې وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x