افغانستان

کندهار: د کمپاین په ترڅ کي ۴۶۵ جریبه ځمکه د کوکنارو ځخه پاکه شوې

police_poppy_fieldنن ټکی آسیا: د کندهار په تخته پول ولسوالۍ کې د کوکنارو د کښت پر ضد د کمپاین په ترڅ کي تېره ورځ ۴۶۵ جریبه ځمکه د کوکنارو د کښت څخه پاکه شوه.

نن دکندهار ولایت مقام په یوه خبرپاڼه کي ویلي: (د کندهار په تخته پول ولسوالي کي د کوکنارو د کښت اړولو د کمپاين  پرمهال تېره ورځ په دې ولسوالۍ کي ٤٦٥ جريبه نوره مځکه هم د کوکنارو د ناوړه بوټي څخه پاکه سوه.

ياده اندازه مځکه د تخته پول ولسوالي په بيلابيلو کليو کي د نشه يې توکو پر وړاندي د مبارزې د ځانګړو او د همدې ولسوالۍ د امنيه قومندانۍ اړوند د ملي پوليسو له خوا پاکه سوې او پر مهال يې د کوم ډول ګواښ سره نه دي مخ سوي.

په ياده ولسوالي کي د يک شنبې په ورځ هم ٧١ جريبه مځکه د کوکنارو د کښت څخه پاکه سوې وه.)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x