
د ګوزڼ ضد واکسين سربېره هم يوه ماشومه ګوزڼ وهلې
نن ټکی اسیا (سه شنبه، لیندۍ ۴مه ۱۳۹۳ل): د پاکستان خيبرپښتونخوا سوات ولسوالۍ کې يوې دوه کلنې ماشومې اووه ځله ګوزڼ ضد واکسينونه کړي او بيا هم ګوزڼ وهلې ده.
د خيبر پښتونخوا د روغتيا وزارت چارواکي وايي، چې ګوزڼ وهلې جلکۍ دوه کلنه ده او په تېرو دوو کلنو کې يې اووه ځله ګوزڼ ضد واکسينونه کړي دي، مګر بيا هم ګوزڼ ووهله.
د سوات ولسوالۍ د روغتيا مدير وايي، چې په دې اړه يې پلټونکی پلاوی ټاکلی، تر څو دا روښانه کړي، چې د واکسين سربېره بيا څرنګه دا ماشومه په ګوزڼ اخته شوه.
په دې وروستيو کې د پاکستان په څلورو واړو اياليتونو کې د ګوزڼ يا پوليو ضد واکسينونه ښه په درز کې روان دي، مګر د پوليو پېښې هم په کې د پخوا په پرتله ډېرې شوي دي.
روان ۲۰۱۴م کال کې پاکستان کې د ګوزڼ۲۶۲ پېښې ثبت شوي دي.
پاکستان او افغانستان د نړۍ په هغو هېوادونو کې شمار دي، چې پوليو وايرس په کې ډېر زيات دي او د ګوزڼ پېښې پکې د واکسينونو سربېره هم رامنځته کيږي.
د رسمي سرچينو له قوله پاکستان کې ۲۰۱۲م کال راهيسې د پوليو پر واکسيناتورانو بريدونو کې شپيته واکسيناتوران او امنيتي ساتونکي يې وژل شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې پاکستان کې د پوليو پر واکسيناتورانو هغه مهال بريدونه پيل شول، چې ۲۰۱۱م کال کې د پوليو د يو ټيم مشر ډاکټر شکيل افريدي د خيبرپښتونخوا ايبټ اباد سيمه کې امريکا ته د اسامه بن لادن جاسوسي وکړه.
له هغې وروسته پاکستاني طالبان او د حکومت نور مخالف وسله وال په دې اند دي، چې بهرنۍ مؤسسې د واکسين او نورو نومونو تر عنوان لاندې د امريکا او نورو هېوادونو لپاره جاسوسي کوي.
يو شمېر طبي څېړونکي وايي، چې نړۍ کې له ګوزڼ هم خطرناکې ناروغۍ شته، مګر امريکا او لويديځ هېوادونه يې د درملنې لپاره وړيا درمل نه ورکوي.
دغه ډاکټران په دې اند دي، چې سرطان، د ګردو، ځيګر او زيړي ناروغۍ ډېره په چټکتيا خپريږي او ناروغان يې په روغتونو کې لالهانده ګرځي او هيڅوک يوه ترخه ګولۍ هم نه ورکوي، مګر لويديځ هېوادونه يوازې د ګوزڼ ضد واکسينونه خلکو ته کوي.
اسلامپاله طبي څېړونکي وايي، چې لويديځه نړۍ کې د ګوزڼ ضد کوم واکسينونه کيږي، درېيمه او بې وزله نړۍ ته هغه واکسينونه نه راځي، بلکې داسې واکسينونه دي، چې د روغتيا پر ځای صحي زيانونه لري.