
د شپنیو عملیاتو په اړه دفاع وزارت د ارګ فرمان نه مني
نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ۴مه، ۱۳۹۳ل):نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپل وروستي رپوټ کې ویلي چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د ماموریت له غزیدوسره سم به په یاد هیواد کې د شپې عملیات هم له سره پیل شي.
دلړم دمیاشتې په ۲۱نیټه د دفاع وزارت ویاند ښاغلي جنرال عظیمي له رسنیوسره په څرګندونوکې ویلي و چې هغوي په پام کې لري د پخواني حکومت لخوا د شپي پرعملیاتو لګیدلي محدودیتونه لیري او د شپې عملیات له سره پیل کړي.
نوموړي د شپینیو عملیاتو د بیا پیلولولامل په هیواد کې د وسله والو طالبانو وروستي بریدونه ښودلي چې د کابل په شمول یې دهیواد ډیرې سیمې نا امنه کړي دي، جنرال ظاهر هغه وخت ویلي و چې یاد عملیات به د افغان او امریکايي ځواکونو لخوا په ګډه ترسره کیږي.
خو د جنرال ظاهر عظیمي د څرګندونو په مقابل کې په هماغه ورځ له ارګ څخه بله خپرپاڼه رسنیوته ولیږل شوه چې په ترڅ کې یې د شپنیوعملیاتو بیاپیلول په ټینګه ردکړل.
اوس چې د ارګ او دفاع وزارت له هماغه ضد او نقیضو څرګندونو څخه یوه نیمه اونۍ تیریږي د افغانستان دفاع وزارت پریکړه کړې چې د ارګ د تردیدې اعلامیې پرخلاف یاد عملیات عملا شروع اونیویارک ټایمیزورځپاڼې د دفاع وزارت د دغه تصمیم په اړه په خپل تفصیلي رپوټ کې ویلي چې همدا اوس ۲۰۰ د ملي اردو ځانګړي پوځیان کندهارولایت ته لیږل شوي چې هلته په شپینیوعملیاتو کې برخه واخلي.
نیویارک ټایمزد جنرال عبدالحمید له قوله وايي چې د شپې عملیات د مخالفینو په له منځه وړلوکې مؤثراو د افغانستان د دفاع وزارت منسوبین په دې اړه د بارک اوباما د صادرکړي فرمان هرکلی کوي.
د نیویارک ټایمز په حواله په افغانستان کې د شپینیو عملیاتو بیا پیلیدل د بارک اوباما د هغه فرمان له مخې ترسره کیږي کوم چې یې د ۲۰۱۵ کال تر اخیره پوري په هیوادکې د امریکايي ځواکونو د پوځي ماموریت د تمدید په اړه تازه صادر کړی.
د پخوانی ولسمشر حامد کرزي په واکمنۍ کې وروسته ترهغه په شپینیو عملیاتو محدودیتونه ولګیدل چې په ترڅ کې په سلګونو ولسي وګړي مړه او ژوبل شول.