كابل: امنيتي ځواکونو ۸۲ میله وسله نيولې
نن ټکی آسیا: په کابل کې امنیتي ځواکونو خبر ورکړی چې پرون یې د هیواد په پلازمينه کابل کې ۸۱ میله سپکه او درنه وسله نيولې.
نن د کورنیو چارو وزارت څخه په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې تيره ورځ پولیسو د کابل د ښار د اولسمي امنیتي حوزې اړوند د خیرخانه کوتل په سیمه د یو موټر ځخه یو اتیا میله وسله ونیوله.
خبر پاڼي زیاته کړې چې نیول شوې وسله په ډاینا موټر کې په ډېر مهارت سره ځای پر ځای شوې وه.
ویل شوي چې په وسلو کې دوه اویا میله کلاشینکوف او نهه میله پيکا ماشینداري او نور قسم قسم مواد شامل دي.
دا وسله په داسي وخت کي نیول شوې چې تیره ورځ د طالبانو یو تن ارتباطي فوځي د دفاع وزارت په ودانۍ کې دننه برید کړی وو، چې له امله یې د طالبانو په قول ۴ امریکایی او ۱۴ افغاني عسکر او افسران وژل شوي وه.