نظــر

د ریزه ګلي درې دقیقې ډرامه

لیکوال: حسن بشردوست

پرون په پکتیکا کې د یوې چاودنې په پایله کې دګوتو په شمېر عامو وګړو په شمول ګڼو اربکیانو او د سیمې مشهورو قومي اربکیانو ته مرګ ـ ژوبله واوښته. د دغه پېښه د خپل زور له امله د هرې رسنۍ د سر ټکی و، خو هیچا نه منله چې دا توره موږ کړې ده.طالبانو، دولت، ایساف او هر هغه لوري چې مخ ور اوښت دا چاودنه یو «وحشیانه» عمل وباله. خو جالبه دا وه چې د وحشیانو له منځه وړل يې وحشیانه پېښه بللې وه.

دولت د خپل عادت له مخې بې له ثبوته په طالب پسې را واخیسته او طالب بیا وویل چې دوی په داسې ځایونو کې برید د کمزوري نښه بولي او دوی خو نو اوس دومره زورور دي چې د کابل امنیه قومنداني دویم پوړ هم لړزولی شي. دا چاودنه سم له واره هر چا د رسنیو په خوله وحشیانه وبلله خو په پکتیکا کې په ټول تېر کال کې دا د خوند ګوزار و، چې ډېر پر ځای ولګید. په رسنیو کې د سوريې ماشومان هم د پکتیکا په نامه وښودل شو او ځينو خو د تېر کال په کوټه کې د وژل شویو شعیه ګانو لپاره تیار کړل شوي قبرونه هم د پکتیکا د دې مظلومو شهیدان(!) وبلل. وروسته له هغه چې په پوره مانا خپلواکې رسنۍ نن ټکی اسیا مستند راپور خپور کړ، نو خلک هک پک شول چې دا څه کیسه ده، د دې راپور استناد هر باشعوره په دې پوی کولا شوای چې که چاودنه هر چاکړې دارو دې يې شي. کاري ګوزار يې کړی.

په دې پېښه کې د څو دلایلو له مخې د عامو خلکو مرګ ـ ژوبله کمه وه :

۱: چاودنه د اربکیانو ترمنځ د والیبال تر سیالۍ وروسته شوې، چې په داسې موقع عام وګړي هلته نه پرېښودل کېږي.

۲: که چاودنه فرضاً په میدان کې شوې وای هم؛ د عامو خلکو مرګ ـ ژوبله ډېره کمه راتله، ځکه چې اصلاً په دې سیمه کې د عامو خلکو او اربکیانو تر منځ دومره دوستي نشته چې په یوه میدان کې دي سره راټول شي، څوک به له هغه چاسره د ملګرتیا سوچ وکړي چې ښایسته زوی يې په زور د هغه هلک شوی وي، د لور يې ویډیو يې د هغه په موبایل کې وي!!!

۳: تر دې وړاندې د ارګون خونړۍ چاودنه په اتفاق یوه ډېره دردوونکې او په مبارکه روژه کې د عامو خلکو د وژلو پراخه کچه وه، خو ټپیان يې د مرکز ښرنې تر روغتونه په تراکتورو کې راوړل شول، ولې د یحی خېلو د پېښې ټپیان نېغ کابل ته ورسول شول؟؟؟

۴: د عامو خلکو په قبرونو د افغانستان درې رنګه بیرغ هیڅ دود نه دی او نه يې هم څوک پرې اچوي، خو په خواله رسنیو کې پرېمانه انځورونه شته چې په ګڼو قبرونو يې تور سور او زرغون بیرغ غوړېدلی دی.

۵:په پړاو کلي کې تر دې اندازې وحشت دی، چې اصلاً هلته عام څوک نشته، هلته داربکیانو قانون دی چې یا به اربکی کېږي، یا به بارېږي، مانا له سیمې به کډه کوي.

۶: د پېښې عام ټپیان او وژل شوي دومره نه دي لکه دروغجنې رسنۍ يې چې تبلیغوي، که چېرته پنځوس تنه رښتیا هم عام وګړي وژل شوي وای، رسنۍ به د هر کور په دروازه کې ښکارېدې او پنځوس جنازې به يې په یوه وار عکاسي کړې وي، خو ښکاره خبره ده چې عام یا نه و، یا بېخې لږ، چې آن په عکاسي هم نه ارزېدل.

۷: په پېښه کې اتلس ماشومان ټپیان بولي، په داسې حال کې چې دولت د مقابل لوري د وحشي معرفت لپاره خپله ټوله هڅه کوي، خو تاسې د اتلسو تنو ماشومانو انځورونه په رسنیو کې ولیدل؟؟؟

په هر صورت څوک چې په پکتیکا کې د یحی خېلو سیمه پېژني، هغوی به پرونی بریدګر یو اتل بولي او پر دې پوره باوري یم چې که عام څوک پکې وژل شوی یا هم ټپي شوی هم وي، نو هغه به بریدګر ته د زړه له تله دعاوې کوي، چې سیمه يې له مشهورو بې لارو قومندانانو څخه خلاصه کړه.

تر دې پېښې څو شېبې وروسته په خواله رسنیو کې ډنډورو زور ونیو چې په فراه کې یوې مېرمنې له خپلې نږور او لور سره په ګډه پنځه ویشت طالبان وژلي. کله مې چې دا ویډیو ولیده، نو سړی يې په کلکو ویلی شي، چې د ښځو له نامه، عزت، دروندوالي او ښځینه توب نه بده ګټه اخیستل شوې ده. دا به دا مانا نه لري چې ښځې به د طالب دښمنې نه وي، پرېمانه ښځې شته چې د طالبانو پر ضد لاریونونه کوي، غندي يې او آن له انسانیته يې باسي، خو په دې ویډیو کې دري ژبې ریزه ګل او دهغې پښتنې نږور او لور ته حیران شوم. دوی وايی چې په طالبانو يې په شپه کې برید وکړ او ترنیمي شپې ورسره جنګېدلې. د د دې درې دقیقې او پڼځه ویشت ثانیې په ویډيو کې په یوه یوه دقيقه او دوه ثانیې د ریزې ګلې د نږور خبرې پیل کېږي، هغه وايي چې دوی د خپلو نارینه ملګرو سره د پوستې ساتنه کوله او نږدې راغلیو طالبانو ته يې، لاسي بمونه او «هوانونه» ور غورځول. هغه وايي: «موژ جنګ کوی، نارینه مو سنګر ته وواتی، سنګر يې پر چپه کی، لاړ دغه ته پخونو ته لاړ، موژ جنګ ورسره کی، مرمۍ مو ورسره څرخولې، چانټې مو ورسره څرخولې، نارنجکان مو ورغورځول، هوانونه مو ورغورځول، خپلو نارینه سره مو کومک کوی.»

که ویډیو په دقت وکتل شي نو درته ثابته به شي چې د درې دقیقه یی ډرامې دې لوبغاړو ته تیا سکرپټونه ورکړل شوي دي، چې له یادښت وروسته د کیمرې سترګو ته راغلې دي. له دې ویډیو ډېر هغه حقایق را ښکاره کېږي چې په جګړه کې ښکېل د دولت لوری له ښځو، ماشومانو او آن سپین ږیرو د خپلو تبلیغاتو لپاره څنګه ګټه اخلي؟ دوی ډېر وخت د خپلې بریا په نیت خپل ملګري ته مصنوعي ږېره ور ولګوي او د خپلې ښځې په جامو کې يې پټ کړي، کيمره ورته ونیسي او په شد مد لګیا وي چې یو طالب يې د ښځو په جامه کې مسلح ونیو. دوی په دې طریقه یواځې د خپل روحي ډاډ لپاره یوه هڅه کوي، کنه هغه طالب چې د کابل په امنیه قومنداني کې د دولت دمامور په جامه کې ګرځي د ښځې جامې ته څه اړتیا لري؟؟؟
په دولتي لیکو کې نه یواځې د ښځو جامو او ښځینه توب ته سپکاوی کېږي، بلکې د ماشومانو د جذب او له هغه د تبلیغاتي ګټې اخیستو لپاره هم بې درېغه انسانیت تر پښو لاندې کېږي. د پکیتکا په پرونۍ چاودنه کې د بهاول په نامه د معصومې څېرې(!)قومندان هم وژل شوی دی، همدې قومندان په یحی خېلو کې د غزني د دیسې کلي یو هلک کلک ونیو، هغه زارۍ ورته کولې چې مریضان راسره دي، خو د ده یو وار شوق پرې راغلی و، خپلې پوستې ته يې یووړ، مازیګر يې پرېښود، بله ورځ يې فون پسې وکړ، چې که راځې راشه کنه ویډیو دې په ټول بازار کې خپروم، په وچ زور يې ورسره اربکی کړ او پروسږ کال يې د جنجال په خاطر د طالب سره د اړیکي په نامه د یحی خېلو بازار په چوک کې وویشت.

د ریزې ګلې درې دقیقه ډرامه د پکتیکا دبرید یو بدیل په توګه وړاندې کېږي، په داسې حال کې چې د پکتیکا برید طالب نه؛ بلکې یو دردېدلي ځوان کړې ده چې د خور ویډیو يې د بهاول، بګي، زرجانان او لګسونو نور په موبایلو کې پرون وسوځول شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

خدای مو وشرموه په دتحلیل هغه دولی الله شاهین رپورټ مو په الجزیره کی ولیدلو دهغو فیسبوک وګوری چی څه یی پری لیکلی داظلم و وحشت الله ته به حساب ته ورشی

رښتینی افغان

د مور شیدی دی شه لیکوال صاحب الله تعالی دی په ژوند او قلم کی برکت واچوه. ستاسو تر ټولو هڅو دی ټول غلامان صدقه شی. تا زما روح ارامه کړ. نن ټکی اسیا ته می دی سلام وی. الله پاک دی اباد لره.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x