افغانستان

په طورخم کي د افغانستان بانک نوې ودانې پرانیستل شوه

Afghanistan-Bankنن ټکی اسیا: د ننګرهار ولایت په سرحدي ښار ګوټي طورخم کې د افغانستان بانک نوې ودانۍ جوړه او په رسمي توګه پرانیستل شوه.

د ننګرهار ولایت د مقام څخه په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې نن 2011-04-18 د ننګرهار ولايت د مرستيال محمد حنيف “ګرديوال” او د افغانستان بانک د مرستيال محمد عيسي “تراب” لخوا د يولړ مراسمو په ترڅ کې

د پاکستان سره په پوله د طورخم په ښار ګوټي کې د افغانستان بانک دوه (2) پوړيزه نوى ودانۍ چې اته (8) خونې لري د څه د پاسه لس (10) ميلونو افغانيو په مالي لګښت په يو جريب ځمکه کې جوړه او په رسمي توګه پرانيستل شوه. ښاغلي “ګرديوال” د نوموړى ودانۍ جوړيدل په بانکى برخه کې د پرمختګ او سوداګرو ته د بانکى خداماتو د اسانتياو په رامنځته کولو کې مهم اقدام وباله او له سوداګرو څخه يې و غوښتل چې د افغانيو د بشپړ چلند لپاره هم له ولايتي ادارۍ سره بشپړه همکاري وکړي.

د یادوني وړ ده چې د پاکستان سره پر پوله په اکثرو سیمو کې په پاکستاني کالدارو سوداوي کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x