
اشرف غني سارک کنفرانس کې د ګډون لپاره نيپال ته ورسید
نن ټکی اسیا (سه شنبه، لیندۍ ۴مه ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني د سويلي اسيا د سيمه ييزو همکاريو هېوادونو غونډه کې د ګډون په موخه د نيپال پلازمېنې کټمنډو ته ورسيد.
ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ايتلافي حکومت ولسمشر اشرف غني به په دغه غونډه کې د سويلي اسيا هېوادونو د چارواکو سربېره د نيپال ولسمشر او لومړي وزير سره وګوري.
اشرف غني سره په دغه رسمي سفر کې د بهرنيو چارو سرپرست وزير ضراراحمد عثماني او د ولسمشر وياند نظيفالله سالارزی ملګري دي.
په دغه غونډه کې د افغانستان، پاکستان، بوټان، هند، مالديپ، بنګله ديش، سريلانکا او نيپال هېوادونو استازي ګډون کوي او دغه هېوادونه د سارک سازمان غړي دي.