نظــر

امریکا د انقلاب په درشل کې!

لیکوال: عبد البصیر عتیقزی
په امریکا کې پرون د میسوري ایالت محکمې د فرګوسن سیمې د هغې پېښې په اړه چې څو میاشتې مخکې یې له امله یو تورپوستی هلک “مایک‌براون” وژل شوی وه، خپله فیصله واوروله او د مایک‌براون قاتل ته یې برائت ورکړ. دغې پېښې د امریکا په ډېرو ښارونو کې خلک قهرجن کړي، لارو او کوڅو ته راوتلي دي او د مقتول لپاره د انصاف غوښتنه کوي.

قاتل چې یو سپین‌پوستی پولیس دی بری‌الذمه ګڼل کېږي او تورپوستی چې وژل شوی د هغه پر حق پښه کېښودل کېږي.

د عدلیې وزارت ویلي دي چې که څه هم د میسوري محکمې خپله پرېکړه کړې ده خو د نوموړي وزارت څېړنې پای ته ندي رسېدلي.

اوباما هم پر خلکو غږ کړی دی چې باید له زغم او آرامئ څخه کار واخلي خو خلک لا هم لاریونونه کوي او ښایي دا لاریونونه نورو ښارونو ته هم وغځیږي.

پوښتنه دلته ده چې آیا ددې لاریونونو د نه مهارېدو په صورت کې به امریکا د کوم انقلاب شاهده نه وي؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x