افغانستان

يوه ځايي قوماندان محراب، د يوې کورنۍ ٧ غړي ووژل

qomandanد بغلان امنيه قوماندان عبدالرحمن روحاني وايي د دې ولايت په جلګه ولسوالۍ کې د يوې اووه کسيزې کورنۍ ټول غړي، د يوه ځايي قوماندان له لوري وژل شوي دي.

دشپې ناوخته دغه ځايي قوماندان له خپلو ځينو کسانو سره يوه کور ته ننوتل، د پنځو ماشومانو په ګډون يې د دې کورنۍ ټول غړي ووژل، چې چارواکي وايي دغه قوماندان نيول شوى دى.

د دې قوماندان نوم محراب ښوول شوى، چې ويل کېږي په ګڼو نورو غلاوو او وژنو کې يې لاس درلود

. ځينې کسان وايي ښايي قوماندان محراب به د دې کورنۍ له غړو سره کومه دښمني درلوده يا به هم د غلا په نيت کور ته ورغلى و.

د بغلان امنيتي چارواکي وايي د دې پېښې په باب يې تحقيقات پيل کړي دي او په دې پېښه کې د نورو دخيلو کسانو د موندلو لپاره يې هڅې روانې دي.د دې کورنۍ خپل خپلوانو له دولت څخه غوښتنه وکړه، چې پر قاتلانو قانون عملي کړي.

د بغلان امنيه قوماندان وايي له دې ځايي قوماندان محراب سره به د قانون له مخې چلند کېږي. په افغانستان کې تل خلک شکايت کوي چې ځينې پخواني جنګسالاران او قاتلان په دولت کې وظيفې لري او دې کار د دولت او خلکو ترمنځ فاصله ايجاد کړې ده.

تاند

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x